ځلمی خلیلزاد پرون ناڅاپه کابل ته تلی
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ځلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر طالبانو سره د کتنو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد له امیرخان متقي سره «غیر رسمي» ناسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې د افغانستان او امریکې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
دا کابل ته په وروستیو څو میاشتو کې د ځلمي خلیلزاد درېیم سفر دی.
نوموړی له دې مخکښې، د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي، اډم بولر په مشرۍ پلاوي کې کابل ته تللی و. خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم طالبانو خلیلزاد سره ناسته او سفر نارسمي بللی، خو وروسته له دې ترسره کېږي چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو خبرداری ورکړی.
ډاکتر خلیلزاد له طالبانو سره د دوحې د هوکړې لاسلیکوونکی دی. خو هغې وروسته دی رسماً او ظاهراً د امریکې د متحده ایالاتو د استازي په توګه دنده نه لري.