اروپایان ولې په ايران د امريکا او اسرائيلو حملې نه محکوموي.؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166284-اروپایان_ولې_په_ايران_د_امريکا_او_اسرائيلو_حملې_نه_محکوموي.
په  اروپائي پارلیمان  کې د بیلجیّم  استازی په يوې څرګندې غونډې کې د دغه  اورګان له  استازو څخه پوښتنه وکړه: ولې مونږ  اروپایان په ایران د  امريکا او اسرائيلو هغه غير قانوني حملې چې پکې زیات شمېر  عام ايراني وگړي وژل شوي، محکومې نه کړې.
(last modified 2025-10-23T05:57:51+00:00 )
Oct 23, 2025 10:24 Asia/Kabul
  • اروپایان ولې په ايران د امريکا او اسرائيلو حملې نه محکوموي.؟

په  اروپائي پارلیمان  کې د بیلجیّم  استازی په يوې څرګندې غونډې کې د دغه  اورګان له  استازو څخه پوښتنه وکړه: ولې مونږ  اروپایان په ایران د  امريکا او اسرائيلو هغه غير قانوني حملې چې پکې زیات شمېر  عام ايراني وگړي وژل شوي، محکومې نه کړې.

د ایرنا خبری آآژنس د خبر له مخې، مارک بوټانګا (Marc Botenga) د اروپائي پارلمان په ناستې کې پخپلې ویناکې  چې د هغه  په فيسبوک  پاڼې کې خپره شوې، ددغه لوي اورګان  د  دوه ګوڼې لارې په اړه پوښتنه وکړه.

هغه د خپلو همکارانو په وړاندې ووئيل؛ ولې بايد ومنو چې اسرائيل ایټم  بم ولري؟ دا په چورلټ ډول  د منلو وړ نه ده. تاسو ايران اصلي ګواښ ګڼئ خو اسرائيلو ته وګورئ چې پر لبنان، سوريې، عراق، ايران، يمن او په وروستيو کې ئې پر  قطر بمبارئ کړي دي.

بوټانګا  له خپلو همڅنګو څخه په یوې بلې پوښتنې کې وپوښتل؛ ولې دا حقيقت چې امريکا له  ايران سره له شوي نړیوالې جامعې  ایټمي موافقې ووتله، نه څرګندوئ او نه ئې محکوموئ. دا ایران نه ،بلکې  امريکا وه چې  له دغه نړیوال تړونه ووتله.

د اروپائي پارلمان  دغه استازی په  دوام کې ووئيل؛ په نهایت کې غواړم  پوهه شم چې ولې مونږ يعنې اروپايي اتحادئې،  د امريکا او اسرائيل غير قانوني حملې چې پکې زیات  شمېر عام ايراني وگړي وژل شوي او د ایټمي ډيپلوماسۍ کار  ئې پيچلی ، محکومې نه کړې.

هغه زياته کړه: مونږ ادعا کوو چې ښه انسانان يوو او د ایټمي وسلو د خپرېدا مخنيوی او بشري حقوق  زمونږ لپاره ارزښت لري، خو مونږ حالات لا بدتر کوو.

په اروپائي پارلمان  کې د بیلجیّم  دغه  استازی په زغرده ووئيل؛ مونږ هغه بندیزونه پیاوړي کوو چې عام ايراني وګړو ته زیان رسوي. دغو  بندیزونو د  هغوی لپاره د درملو  او بنسټيزو  توکو  اخيستل  تقریبا ناممکن کړي دي.

بوټانګا د اروپائي اتحاديې د سياستونو يوازینی  هدف  د ايران کمزوري کول ،  د سورئې، لبنان او عراق  په نوي کولو کې  د ایران بې وسه کول وبلل او  او ټېنګار ئې کړی ،: خلک داناغیړي کارونه هیڅکله هم نه مني .