-
پزشکیان: د ایران پیاوړی پوځ او وسله وال ځواکونه د اسلامي جمهوریت سیمه ییز عزت دی
Apr 18, 2025 10:13پارس تودي - د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د ایران اسلامي جمهوریت د چمتو او پیاوړي پوځ شتون لامل شوی چې ایران په سیمه کې د اړیکو جوړولو، سولې او ارامۍ په اړه خپل دریځ په ځواک سره پلي کړي.
-
بقائي: درود دې وي پر هغو کسانو چې په زړورتیا ودرېدل او د ایران ژغورنې په موخه یې ځآنونه قربان کړل
Apr 18, 2025 10:03پارس ټودي - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پوځ د ورځې په مناسبت لیکلي، درود دې وي پر هغو کسانو چې په زړورتیا ودرېدل او د ایران د ژغورنې په موخه یې خپل ځآنونه قرباني کړل.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: له امریکا څخه متضاد او متناقض پیغامونه اورو
Apr 18, 2025 09:41پارس ټودي - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وایي، موږ له امریکا څخه متضاد او متناقض پیغامونه اورو، دا چې د دې موخه څه ده او کوم اهداف په بر کې لري، دا د دوی خپله موضوع ده.
-
د بریکس په غونډه کې د کرنې په برخه کې د ایران او هند ترمنځ د همکارۍ په پراخېدو هوکړه وشوه
Apr 18, 2025 09:35پارس ټودي - د ایران د جهاد کرنې وزیر په برازیل کې د بریکس غونډې په څنډه کې د هند د کرنې وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د کرنې ګډې کمېټې د فعالولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
-
د ایران سفیر: د سیمې دباندې ځواکونو شتون د بې ثباتۍ لامل دی
Apr 18, 2025 09:22پارس ټودي - په روسیه کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر وایي: موږ د سیمې په شاوخوا کې د بهرنیو ځواکونو شتون د بې ثباتۍ لامل ګڼو او باور لرو چې د سیمې مسلې باید د سیمې د هېوادونو په همکارۍ حل او فصل شي.
-
سعودي ورځپاڼه: د تهران او ریاض همکاري به ډېرې لاسته راوړنې ولري
Apr 18, 2025 09:13پارس ټودي - یوې سعودي رسنۍ لیکلي: ایران او سعودي عربستان په سیمه کې دوه مهم هېوادونه دي چې د ګډې همکارۍ له لارې کولای شي ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
-
دایران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ورسید
Apr 17, 2025 11:01د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د یو ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ مسکو ته ورسید ترڅو د روسیې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې او مشورې وکړي او د دغه هیواد ولسمشر ته د معظم رهبر مکتوب پیغام ورسوي.
-
د ټرمپ د بیا راتګ په سیوري کې د اروپايي اتحادیې لیدلوری؛ د دودیز لویدیځ پای
Apr 17, 2025 08:28پارس ټودی - د اروپايي کمیسیون مشرې، سپینې ماڼۍ ته د «ډونالډ ټرمپ» د بیا راتګ په پایله کې د رامنځته شویو تاریخي بدلونونو په اړه ویلي، د لویدیځ بلاک، لکه څنګه چې پخوا و، نور شتون نه لري.
-
د ایران او روسیې ترمنځ د ۲۰۲۹ کال پورې د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګریز لیدلوری
Apr 17, 2025 08:15پارس ټوډی - د ایران او روسیې د اقتصادي اړیکو یو لوړپوړی تحلیلګر په ایراني بازار کې د روسي سوداګرو د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړیکې احتمالاً تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې وده وکړي.
-
پزشکیان: د هیواد چارې خبرو اترو ته نه ځنډیږي
Apr 17, 2025 07:48د ایران ولسمشر پزشکیان د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د حکیمانه لارښوونو او خبرو قدرداني وکړه او ويې ويل: "د مذاکراتو پروسه په عادي ډول روانه ده او د هېواد چارې هم په خپل طبیعي لاره کې پلي او تعقیبېږي او دا بحثونه او مسایل به د یوې ثانیې لپاره هم ونه ځنډول شي."