-
د ایران او هند ستونزې د درېیم اړخونو له امله دي
Feb 18, 2025 03:02پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عمان کې د هند اقیانوسیه د سرمشریزې په څنډه کې، له هندي شبکې سره په مرکه کې وویل، د ایران او هند په اړیکو کې شته ستونزې، دواړو هېوادونو پورې اړه نه لري او د درېیم اړخونو له امله دي.
-
ایران به د حزب ا... د شهید عمومي منشي د جنازې په مراسمو کې په لوړه کچه ګډون وکړي
Feb 18, 2025 02:59پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ، ایران به د لبنان د حزب ا... د شهید سرمنشي سید حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې په لوړه کچه ګډون وکړي.
-
له اسلامي جمهوریت څخه د نړۍ د مستکبرانو غصه له دې امله ده چې تسلط او استبداد ته نه تسلیمېږي
Feb 17, 2025 13:48د انقلاب معظم رهبر نن سهار د ختیځ آذربایجان له خلکو سره په کتنه کې وویل: زموږ انقلاب د کلمې په حقیقي معنی له تیارو سره د رڼايي مبارزه وه، د حق او باطل تر منځ مبارزه وه، د ایران سل په سلو کې لوړ انقلاب، د ایران د ملت لوړتیا او د ایران د راتلونکي د عظمت او د ایران د ملت د هویت څرګندول وو، نن سبا هم هماغه ډول دی. د خدای په فضل تر نن ورځې پورې بریالي یو، تر نن ورځې پورې په دې لاره کې توانېدلي یو چې مخکې ولاړ شو، هو په بشپړه توګه هغه هدفونه مو ترلاسه نه کړل چې انقلاب زموږ لپاره ټاکلي وو.
-
د دین خبرونه؛ د نړۍ د مشرانو په دیني غونډه کښې د ګډون لپاره ایران ته بلنه؛ د ایران او د جاپان ترمینځ د دیني ارتباطاتو پراختیا
Feb 17, 2025 11:00پارس ټوډی – په ایران کښې د جاپان سفیر د ایران د دینونو او د مذهبونو په پوهنتون کښې په شتون سره د جاپان د پوهنتونونو او د ایران د دغه پوهنتون ترمینځ د عملي او د کلتوري ارتباطاتو په پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ایران انجلۍ، د بریکس د کال څیړانده شوه/ په ۲۰۲۵ میلادي کال کښې د بریکس د لومړیتوبونو ټاکل
Feb 17, 2025 10:30پارس ټوډی – د تهران پوهنتون د نړۍ د مطالعاتو د پوهنځي محصیلې د بریکس ډلې او د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د ځوانې محققې مقام وګاټه.
-
عراقچي د فارس خلیج د همکارۍ شورا له سرمنشي سره پر کومو مسایلو خبرې کړي؟
Feb 17, 2025 09:16پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د فارس خلیج د همکارۍ د شورا له عمومي منشي جاسم محمد البدیوي سره په کتنه کې، د فلسطین په ګډون د سیمې د بدلونونو په هکله خبرې اترې کړي دي.
-
افغانستان ته د ایران په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
Feb 17, 2025 08:33د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري ویلي چې دغه هېواد په روان کال کې افغانستان ته د څه باندې دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
-
د امنیت د ټینګښت لپاره له عراق سره سلامشوره اړینه ده
Feb 17, 2025 07:27پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي د دې په بیان سره چې له عراق څخه لیدنه د دواړو هېوادونو د منظمو سیاسي مشورو په چوکاټ کې ده وویل: د امنیت د ټینګولو لپاره له بغداد سره سلامشوره اړینه ده.
-
د ایران د هوايي چلند ادارې مشر: لبنان ته الوتنې تر سبا وځنډول شوې
Feb 17, 2025 04:01د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وویل: "د بیروت په هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزو له امله، لبنان ته الوتنې د فبروري تر ۱۸مې پورې ځنډول شوي دي.
-
په سیمه کې امنیت په افغانستان کې د ثبات او امنیت له زیاتوالي سره تړاو لري
Feb 17, 2025 03:58زمونږ خبریال د ایرنا په حواله لیکلي، په تاجکستان کې د ایران پخواني سفیر سید رسول موسوي په تهران کې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په دویمه غونډه کې وویل چې د افغان طالبانو د حکومت په اړه هیڅ نړیواله اجماع نشته، او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه بهر د بندیزونو لاندې د طالب وزیرانو د سفرونو او په قزاقستان او قرغزستان کې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د لرې کولو سره، په افغانستان کې د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو شتون تایید شوی دی.