د ایران او هند ستونزې د درېیم اړخونو له امله دي
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عمان کې د هند اقیانوسیه د سرمشریزې په څنډه کې، له هندي شبکې سره په مرکه کې وویل، د ایران او هند په اړیکو کې شته ستونزې، دواړو هېوادونو پورې اړه نه لري او د درېیم اړخونو له امله دي.
د تسنیم په حواله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې د هند اقیانوسیه په اتمه غونډه کې د ګډون لپاره عمان ته تللی، د دغې سرمشریزې په څنډه کې د چابهار بندر او له هند سره د اړیکو په اړه د هند له ویون «WION» ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: له هند سره د چابهار بندر په اړه لس کلن تړون لرو. پوهېږو چې ځینې پوښتنې د درېیم لورې لخوا راپورته شوي، پوهېږو چې هندیان په دې اړه له امریکایانو سره د خپرو په حال کې دي، نو پریکړه کول خپلو ملګرو ته پرېږدو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې وویل: تر کومه ځایه چې موږ پورې اړه لري، چابهار بندر یو ډېر مهم بندر دی چې هند له ایران، منځنۍ آسیا او نورو سیمو سره نښلوي او زموږ دواړو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. په ځانګړې توګه د چابهار له لارې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ ته هوډ موجود دی، لس کلنه همکاري موجوده ده، نو باید وګورو چې له دغو ستونزو سره څنګه چلند کوو.
عراقچي زیاته کړه: ایران او هند ډېرې ښې تاریخي اړیکې لري، د دوو آسیایي تمدنونو په توګه، موږ تل له یو بل سره په اړیکه کې یو او په دې توګه دې کار ته دوام ورکوو، موږ له هند سره خپلو اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوو.