-
په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر د کابل په پرتله زیات دی
Dec 18, 2024 11:34د ایران د علامه طباطبایي پوهنتون څېړنیزې مرستیالې او د کډوالۍ د برخې څېړونکې ماندانا تیشهیار ويلي چې د دې هېواد د علومو د وزارت له شمېرو سره سم، په ایران کې ۶۰ زره افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او په یو ډول ویل کېدلای شي چې نن د کابل په پرتله، په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر زیات دی.
-
د سوریې راتلونکی باید له بهرنۍ مداخلې پرته وټاکل شي
Dec 18, 2024 10:56په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: د سوریې راتلونکی باید یوازې د دغه هېواد د خلکو له خوا پرته له بهرنۍ لاسوهنې او تحمیل څخه وټاکل شي.
-
د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم فعالول، له ناکامۍ سره مخ دی
Dec 18, 2024 10:36په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي، د برجام په اړه د امریکا او اروپا پر چلند په نیوکې سره وویل: د ماشې میکانیزم پر فعالولو باندې ګواښ کول له ناکامۍ سره مخ دی.
-
ایران او بلاروس د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دي
Dec 18, 2024 10:30د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي له خپل بلاروسي سیال سره په کتنه کې وویل: تهران او مینسک هوډمن دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره، ملګرتیاو ته دوام ورکړي.
-
له ترهګرۍ سره مبارزه، هراړخیزې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري
Dec 18, 2024 10:28د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له تاوتریخوالي او افراطیت څخه د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې، له ترهګرۍ سره په مقابله کې پر نړیوالې ملګرتیا او مقابلې ټینګار وکړ.
-
د ماشې له میکانیزم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو، اروپايي ټرویکا ته د ایران خبرداری
Dec 18, 2024 09:31په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، اروپایي ټرویکا ته خبرداری ورکړی چې د ماشې له میکانیزم څخه ناوړه استفاده به، د ایران له قاطع او متناسب غبرګون سره مخامخ شي.
-
د روسي جنرال ترور؛ د شولتز د حکومت ړنګېدل او په ایران کې د انساني علومو د ۹ غوره استادانو درناوې
Dec 17, 2024 10:23پارس ټو ډی ـ په مسکو کې د روسي پوځي جنرال وژله، په جرمني کې د اولاف شولتز د حکومت پای ته رسېدل، د ایراني فارابي په فیستوال کې د انساني علومو د نهو عالي رتبه استادانو درناوي، په افغانستان کې د سړې هوا په ورته وخت کې د خوراکي توکو سخت کمښت، او امریکا او جرمني د غزې په نسل وژنې کې شریک دي،دا د مهمو خبرونو خلاصه ده .
-
امام خامنه اي: د ښځو او نارینه وو حقونه یو شان دي/ سیاسي اهداف د ښځینه شعارونو تر شا پټ دي
Dec 17, 2024 13:48پارس ټودی ـ د ایران اسلامي انقلاب معظم رهبر په کورنۍ کې د ښځې او سړي حقوق مساوي وبلل او زیاته یې کړه:د فیمینزم او د ښځو د ازادۍ حقوقو د شعارونو تر شا غیر انساني او سیاسي اهداف پټ دي.
-
د نړۍ د وزن پورته کولو سیالۍ؛ ایران د ۱۰ میډالونو په ګټلو سره دوهم مقام خپل کړ
Dec 17, 2024 10:29پارس ټو ډی – د ایران د نارینه وو د وزن پورته کولو ملي لوبډله د لسو میډالونو په ګټلو سره د نړۍ د وزن پورته کولو په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.
-
امریکا او المان په غزه کې له صهیونیسټ سره په نسل کشۍ کې شریکان دي
Dec 17, 2024 09:39تهران راډیو ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت وياند د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي بن ساؤل د بيان يوه برخه خپره کړه چې په کې راغلي جرمني او امریکا اسرائیلو ته نهه نوي سلنه وسلې صادروي چې له امله یې دغه رژیم په غزه کې نسل وژنه کوي او په دې نسل وژنه کې یاد دواړه هېوادونه ورسره مستقیماٌ شریکان دي.