-
د اسلام د ګران پیغمبر او د امام جعفر صادق(ع) د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
Sep 21, 2024 01:54نن شنبه د ۱۴۴۶هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۲۱مې سره برابره ده، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق(ع) له نېکمرغه برکت ناکې زوکړې سره سمون خوري.
-
د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو سره د انقلاب د معظم رهبر موافقت
Sep 20, 2024 14:08د حضرت خاتم النبیین محمد مصطفی(ص) او حضرت امام صادق (ع) د میلاد د کلیزې په مناسبت، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو په تړاو د ایران د قضائیه قوې د مشر له غوښتنې سره موافقه وکړه.
-
د ایران او پاکستان ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار
Sep 20, 2024 14:00د پاکستان د هوايي ځواک قومندان، په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې، له ایران سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.
-
که د شریعت له مخې موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي
Sep 20, 2024 13:54د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر استازي "حسن کاظمي قمي" هم د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په اړه د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د افغانستان د استازي له غیر معمول او نه منلو وړ اقدام ته په غبرګون کې، دا ډیپلوماتیکو اصولو ته د درناوي نشتوالی بللی او په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: که د شریعت له اړخه موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ
Sep 20, 2024 13:49د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په اړه د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د افغانستان د استازي له غیر معمول او نه منلو وړ اقدام وروسته، د افغانستان د سفارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
-
په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه
Sep 20, 2024 13:38په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي اعلان وکړ چې ایران هر کال د څه دپاسه شپږ میلیونو افغان اتباعو د شتون لپاره، له لسو میلیارډ ډالرو څخه زیاتې پیسې لګوي، خو نړیواله ټولنه دغې بېړنۍ موضوع ته هېڅ پام نه کوي.
-
ایران او ونزویلا د اقتصادي ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ
Sep 20, 2024 03:52د ایران دفاع وزیر او د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ په پراختیا او ژورتیا ټینګار وکړ.
-
د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس نن د ایران د ولسمشر په شتون سره پيل شو
Sep 19, 2024 11:24د فلسطین پر مسئلې باندې په ټینګار سره، د ګډو ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره اسلامي ملګرتیاوې، تر عنوان لاندې، د اسلامي وحدت د نړیوال کنفرانس د اته دېرشم پړاو غونډه، نن د پنجشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په شتون سره پیل شوه.
-
د لبنان ترهګریزه پیښه، د لوېدیځو هېوادونو لپاره د شرم خبره ده
Sep 19, 2024 02:55د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په لبنان کې ترهګریزه پېښه د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا د امریکا لپاره د شرم خبره وبلله.
-
د امریکا خزانې وزارت پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول
Sep 19, 2024 02:02د امریکا د خزانې وزارت د واشنګټن له ناکامې تګلارې سره سم، د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د دروغو ادعاوو له مخې پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول.