-
د روسيې ولسمشر د ايران د اسلامي شورا له مشر سره په کتنه کښې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختيا غوښتنه وکړه
Jul 12, 2024 02:18د 2024 کال له جنورۍ شپږ هیوادونه، د ایران اسلامي جمهوریت، ارجنټاین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایتوپیا او مصر د برکس ګروپ بشپړ غړي شول.
-
مونږه یو امت یو/ د ایران د منتخب ولسمشر پیغام: عربي هېوادونوته د دوستۍ لاس غځوو
Jul 11, 2024 11:16زه د خپل کار په پیل کې د دې موخې د تحقق لپاره د سیمې ټولو ګاونډیانو او هېوادونو ته د دوستۍ او ورورګلوۍ لاسونه اوږدوم او د همکارۍ په لاره کې رښتیني او جدي اقدام کوم.
-
روسیې ته د ایران د ولسي جرګې د مشر سفر
Jul 11, 2024 11:55د ایران د ولسی جرګې مشر محمد باقر قالیباف د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
-
پزشکیان صیب! ولسمشري دې مبارک شه
Jul 11, 2024 02:51تاسو ته ډاډ درکوو چې د ایران او پاکستان داړیکو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره به له هیڅ ډول ملګرتیا سرغړونه ونه کړو او په نوي پړاؤ کې به د اړیکو دغه پيوند لا پیاوړی او د مونږ اقتصادي ملګرتیاوې هم له پراخې شي.
-
په افغانستان کې هرډول سیاسی لاسوهنې د منلو وړ نه دي
Jul 11, 2024 02:49د روسیې ولسمشر او د هندوستان لومړي وزیر په یوې ګډې اعلامیې کې دافغانستان پر خپلواکۍ په ټينګار سره ووئيل، په دغه هیواد کې هرډول سیاسی لاسهونې دمنلو وړ نه دي.
-
پا کستان د ثبت شوو افغان پناه غواړو شتون تر یوه بل کال پورې تمدید کړ
Jul 11, 2024 02:45داپه داسې حال کې دي چې خپل هیواد ته له پاکستانه دغیر قانوني اوسیدونکو افغان پناه غواړو د بیرته ستنیدا بهیر هم د ملګروملتو دپناه غواړو د ادارې د لوړې کمیشنرۍ په غوښته په موقتي توګه ځنډول شوی دی.
-
د پاکستان په پيښور کې د ټي ټي پي یو خطرناک کمانډرهلاک او ۴ پوځيان هم وژل شوي دي
Jul 11, 2024 02:36د پاکستان دپوځ د ائي ایس پی آر د اعلامیې په اساس د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس دپيښو په حسن خیلو کې ګډ عملیات وشول. د پاکستان حکومت د کمانډر عبدالرحیم دسر انعام شپیته لکه روپۍ ټاکلی ؤ.
-
د پاکستان دپوځ لوی درستیز په ماسکوکې له روسي چارواکوسره کتنې کړي
Jul 11, 2024 02:32په دغو لیدو کتو کې د دوو اړخیزو راشه دیرشه پراخولو،د تجارتي،انرژۍ او سلامتیا په چارو کې په دوو اړخیزو اړیکو پراخولو او ژورولو هم بحث او دنظر تبادله شوې ده.
-
د ایران منتخب ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ پر ختمولو ټینګار وکړ
Jul 11, 2024 09:19د ایران د ولس منتخب ولسمشر په فلسطین کې د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ ختمول، د سیمې د ټولو هېوادونو موضوع وګڼله.
-
اسلامی ایران د فلسطین د ولس او دقدس دآزادۍ بشپړ ملاتړ کوي
Jul 11, 2024 01:41د ایران د اسلامی جمهوریت نوي ټاکل شوي ولمسشر د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر د مبارکۍ د پیغام په قدرونې سره، خپلو حقه حقوقو او ټولو آرمانونو او همداراز د قدس شریف تر آزادۍ پورې د فلسطین له مظلوم ملته د ایران د اسلامی جمهوریت د هراړخیز ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ.