روسیې ته د ایران د ولسي جرګې د مشر سفر
Jul 11, 2024 15:25 Asia/Kabul
د ایران د ولسی جرګې مشر محمد باقر قالیباف د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
په دغه سفر کې ښاغلي قالیباف ته د روسیې دوما دولت مرستیال، د روسیې فدراسیون په دوما دولت کې د لیبرال ګوند مشر او په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي، په رسمي ډول هرکلی کړی دی.
د دغه دوه ورځني سفر موخه، "د عادلانه نړۍ د پراختیا او امنیت لپاره د څو اړخیزتوب په پیاوړتیا کې، د پارلمانونو رول" بلل شوی.
د ایران د ولسي جرګې مشر په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي چې: د بریکس د مشرانو په غونډه کی د ګډون لپاره سن پیترزبورګ ته راغلی یم. له غړو هېوادونو سره د تړونونو تعقیب او د بریکس پي په چوکاټ کې تعامل به، د خبرو اترو محور وي. موږ به له ټولو فرصتونو څخه د خپل هېواد د نړیوالو اړیکو د پراختیا لپاره کار واخلو."
ټیګونه