-
د هاوانا خبرداری: پر کوبا د امریکا برید به د وینې حمام جوړ کړي
May 14, 2026 12:30پارس ټوډې – د کوبا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې پر کوبا د امریکا احتمالي برید به انساني ناورین رامنځته کړي او د وینې حمام به جوړ کړي.
-
غریبآبادي: بریکس د انحصار، بندیز او اجبار پر وړاندې د ملتونو د حقونو د دفاع مسئولیت لري
May 14, 2026 12:17پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال اعلان وکړ: د سېشنبې او چهارشنبې په ورځو کې په نوي ډیلي کې د بریکس د ملي همغږي کوونکو غونډه ترسره شوه او د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره شي.
-
پزشکیان: په ټول توان سره د ایران د سرلوړۍ لپاره میدان ته حاضر شئ
May 14, 2026 12:01پارس ټوډې – مسعود پزشکیان د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته وویل: په ټول توان سره د ایران د سرلوړۍ لپاره میدان ته حاضر شئ.
-
شیخ نعیم قاسم: له مقاومت څخه د ایران د صادقانه ملاتړ منندوی یو
May 14, 2026 11:54پارس ټوډې – د لبنان د حزبالله عمومي منشي په یوه پیغام کې اعلان وکړ: موږ په لبنان کې له یوه وحشي او تېري کوونکي اسرائیلي دښمن سره مخ یو چې د امریکا په بشپړ ملاتړ او نړیوالې چوپتیا سره، د سیمې د ملتونو د اشغال، پراختیا او د هغوی د ارادې د سلبولو په لټه کې دی؛ خو د مقاومت تاریخ د عبرت درس دی.
-
بقایي: امریکا او اسرائیل د تفریح لپاره خلک وژني
May 13, 2026 13:12پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د ملت پر ضد د امریکا او صهیونیسټي رژیم د تپل شوې جګړې د ماهیت په اړه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې پر سولهخوښوونکي ایراني ملت چې څه تپل شوي، هغه عادي جګړه نه ده.
-
لبناني رسنۍ: ایران په نړیوال ځواک بدل شوی دی
May 13, 2026 15:15پارس ټوډې – یوې لبناني رسنۍ د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر دروغو ته په اشارې سره لیکلي چې دغه هېواد په سیمهییز ځواک بدل شوی او د نړۍ د ځواک انډول یې هم بدل کړی دی.
-
د ایران پر علمي بنسټونو د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر برید د ۱۵۰۰ ساینسپوهانو اعتراضي لیک
May 13, 2026 14:59پارس ټوډې – نږدې ۱۵۰۰ نړیوالو ساینسپوهانو د ایران پر علمي بنسټونو د امریکا او صهیونیسټي رژیم د برید په اعتراض کې لیک لیکلی دی.
-
د ټرمپ د هېواد پراخولو خوبونه پایته نه رسېږي
May 13, 2026 13:30پارس ټوډې – د امریکا ولسمشر چین ته د سفر پر مهال داسې نقشه خپره کړه چې ونزویلا یې د امریکا د متحده ایالاتو د یو پنځوسم ایالت په توګه ښودلې ده.
-
د ا مریکا او چین د ولسمشرانو ناسته، د جنوبي آسیا د سټراټیژیک انډول لپاره برخلیک ټاکونکې امتحان
May 13, 2026 12:54په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره وګوري، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم د جنګ د اغېزو او د Strait of Hormuz د نوي انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د انډول د ساتلو هڅه کوي.
-
د روسیې د مالیې وزیر: که د هرمز تنګي بحران دوام وکړي، د نړۍ د تېلو او ګازو یوه برخه به له لاسرسي ووځي
May 13, 2026 12:48پارس ټوډې – د روسیې مالیې وزیر په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي د بحران دوام به، د نړیوالې انرژۍ بحران ته لمن ووهي او کېدای شي د نړۍ اقتصاد د ځوړ پر لور بوځي.