د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام  آسپانیا خپل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i175362-د_۲۰۲۶_کال_د_فوټبال_نړیوال_جام_آسپانیا_خپل_کړ
اسپانیا د دلافوئنټې د لوبغاړو د  طلایي بدلونونو  په مټ په زړه پورې نړیواله اتلولي خپله کړه؛ ارجنټاین او مېسي د «کوسه» قرباني شول.
(last modified 2026-07-20T02:15:10+00:00 )
Jul 20, 2026 06:42 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام  آسپانیا خپل کړ

اسپانیا د دلافوئنټې د لوبغاړو د  طلایي بدلونونو  په مټ په زړه پورې نړیواله اتلولي خپله کړه؛ ارجنټاین او مېسي د «کوسه» قرباني شول.

  د هسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام په پایلوبه کې د ارجنټاین ملي لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي او نړیوال جام  ئې خپل  کړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اسپانیا او ارجنټاین د ملي لوبډلو ترمینځ دفټبال د  ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د پایلوبې سیالي د امریکا په مت‌لایف (MetLife) لوبغالي کې د بیګا شپې په ۱۰:۳۰ بجو د سلووینیائي ریفری  سلاوکو وینچیچ په قضاوت ترسره شوه، چې په پاي کې هسپانیا وکولای شول سیالي په ۱-۰ وګټي.

ا سپانیا، چې د لوئیس دلافوئنته تر روزنې لاندې ئې لوبه کوله، یوازې د یو ګول په خوړلو سره دې پړاو ته رسېدلې وه، او همدا یوازینی ګول ئې هم د بلجیم پر وړاندې منلی و. لا روخا په نیمه پایلوبه کې فرانسې ته هم ماتې ورکړه او د ۲۰۱۰ کال له اتلولۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېدله.

په بل لوري کې، ارجنټاین د یوې سختې لارې له تېرېدو او د مصر، سویس او انګلستان پر وړاندې د څو ډراماټیکو  او سختو لوبو  وروسته، د دوهم پرله‌پسې ځل لپاره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

تر دې لوبې وړاندې، دواړو لوبډلو د نړیوال جام په سیالیو کې یوازې یو ځل، په ۱۹۶۶ کال کې، یو د بل پر وړاندې لوبه کړې وه چې ارجنټاین هغه مهال ۲-۱ بریالی شوی و.

په دوستانه سیالیو کې، هسپانیا ۶ بریاوې، ارجنټاین ۵ بریاوې او ۲ لوبې مساوي ثبت کړې وې. د دواړو لوبډلو وروستۍ مخامخ لوبه په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوې وه، چې هسپانیا پکې ارجنټاین ته په ۶-۱ ستره ماتې ورکړې وه.

البته راپورونه ښئ چې ډیری کارپوهانو دغه لوبه د فلسطین او اسرائیلو ترمینځ  یوه کوتلې سیالي بللې او په زغرده ئې وئیلي چې  د فلسطین پلویانو د اسرائیلو پلویانو ته په زړه پورې ماته ورکړه.