-
د اسلام د ګران پیغمبر او د امام جعفر صادق(ع) د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
Sep 21, 2024 01:54نن شنبه د ۱۴۴۶هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۲۱مې سره برابره ده، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق(ع) له نېکمرغه برکت ناکې زوکړې سره سمون خوري.
-
د وحدت اونۍ او د نبي اکرم (ص) نېکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وي
Sep 16, 2024 10:16نن د دوشنبې ورځ د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول ۱۲ مه نېټه چی د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۱۶مې نېټې سره سمون خوري، د یوه روایت له مخې، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نېکمرغه زوکړې ورځ او د وحدت اونۍ ده.
-
د حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت په مناسبت تسلیت ومنئ
Sep 12, 2024 03:04نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۴۶ قمري کال د ربیع الاول ۸مه نېټه ده چی د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، د ولایت د آسمان د یوولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت د کلیزې ورځ ده.
-
د خدای ګران رسول، د وحدت او یووالي سرچینه (د یووالي اونۍ ځانګړی مطلب دویمه برخه)
Sep 11, 2024 10:15یووالی او ورورولي یو له هغو ښایسته کلمو څخه دی، چې د نور او رحمت پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) مسلمانانو ته ډالی کړی دی. کله چې د خدای رسول د مکې له مسلمانانو سره یوځای مدينې ته ننوت، د لومړي ځل لپاره د اسلامي ټولنې په فضا کې د يووالي غږ پورته شو. د حکومت له جوړېدو وروسته رسول الله (ص)، مهاجرين او انصار د ورورولۍ او اخوت تړون ته راوبلل.
-
د اسلامي نړۍ د یووالي پر ژورولو او پراخولو ټینګار
Sep 06, 2024 02:30د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر په اسلامي نړۍ کې د یووالي پر ژورتیا او پراخولو ټینګار وکړ.
-
له اسلام څخه د امام خمیني تعبیر، غیر افراطي او د قرآن او اهل بیتو د لارښوونې له مخې دی
Jul 23, 2024 11:14پارس ټوډې- د روسیې د مستشرقینو یوې ډلې په مسکو کې د ایران د علمیه حوزو له مدیر او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې، د اسلام له سپېڅلي دین څخه د غلطو افکارو د لرې کولو په هدف، د حقیقي اسلام د بیانولو او ترویج پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
حاجیانو د مسجد النبی په شاوخوا کې ۳۰۰ وَنې لګولي دي
Jul 04, 2024 01:54د عربستان د مدینې ښاروالۍ،د مسجد النبي په مرکزی انګڼ او شاوخوا کې د څه دپاسه درې سوه د وَنو د نیالګیو د کیښودلو لپاره د ؛هنا غُرست؛ یعني دلته وکارل شول، په عنوان سره د خپلې خوښې پلان اجرا کړی دی.
-
د پاکستان اوایران د کلتوری ټوریسټي ظرفیّتونو د بیانولو سمینار ترسره شو
Jun 23, 2024 10:14د پاکستان په کراچۍ کې د ایران او پاکستان ترمینځ د ټوریزم د دودولو لپاره د پاکستان دټوریزم د فعالانو د لازیاتې بلدتیا او څلورو موسمونو د ټاټوبی په توګه د ایران د ټوریستي ظرفیّتونو د بیانولو په موخې سره د ؛ جذبونکي ایران ؛ نومې دریم سمینار ترسره شو.
-
خپله ژبه داسې وروزئ/ د شيعه امامانو په اند د ژبې حقونه
May 09, 2024 08:06پارس ټوډې – اسلام وايي تر ټولو بد انسان هغه دی، چې خلک د هغه له ژبې وېرېږي. د قرائتي په وینا: انسان باید اجازه ورنکړي، چې خپله ژبه د بدو خبرو لپاره خلاصه کړي.
-
دین انسان ته معنی ورکوي / د معنوي مسئولیت منلو اړتیا
May 08, 2024 08:59پارس ټوډې - د دین په اړه د ژور لید نشتوالی او شاید د ځینو مذهبونو ترمنځ د اختلاف شتون د دې لامل شوی چې ځینې خلک د دین له ښکارنده څخه تېر شي او د اخلاقو بحث د دین پر ځای راوړي.