د رڼا سرچینې (۱۳۶) دروغجن ادعا کوونکي
د مکې مشرکانو که څه هم د بتانو عبادت یې کولو، د خپل وخت د پیغمبرانو پر وړاندې د پخوانیو امتونو د چلند غندنه یې هم کوله. کله چې دوی اورېدل چې پخوانيو امتونو، د خپل پېغمبر له امرونو څخه سرغړونه کړې، يا د هغه پر وړاندې درېدلي دي، نو حيران شول او له ځان سره يې ويل: کاش موږ د تېرو امتونو پر ځاى واى او له پېغمبرانو سره مو مرسته کړې واى.
دوی اورېدلي وو چې څنګه د بني اسرائیلو قوم، د الهي پیغمبرانو په وژلو کې سپین سترګي وو. هغه قوم چې د خپلو ناروا ګټو د ساتلو لپاره، د یوې ورځې په پیل کې ګډوډي وکړه او د بني اسرائیلو ۴۳ پیغمبران چې، ټولو د موسی (ع) احکام یې خلکو ته بیانول، ووژل. په همدې ورځ ظالمو یهودیانو، ۱۱۲ نیک او صالح کسان چې، امر باالمعروف او نهي عن المنکر یې کولو او د خپلو شهیدو پیغمبرانو د دفاع لپاره ولاړ وو، هم ووژل او په پایله کې یې په یوه ورځ کې، ۱۵۵ کسان ووژل شول.
عیسویانو لکه د یهودیانو په څېر، د خپل پیغمبر خبرې په جدي توګه نه ګڼلې. ډېری یې د حضرت عیسی (ع) توحیدي دین درې خدایانو ته ټیټ او په دې کار سره، د هغه ارزښت یې کم کړ. هغوی له واحد خدای څخه درې خدایان؛ پلار خدای، زوی خدای (عیسی مسیح) او روح القدس خدای جوړ کړ. نو له همدې امله، مشرکانو ویل: خدای دې یهودیان او نصارا لعنت کړي، چې خپل پیغمبران یې دروغجن ګڼل او هغوی یې ځورول.
په زړه پورې خبره دا ده چې، دغو بت پرستانو، په لویو بتانو لکه "لات" (Al-Lat)، "منات" (Manāt) او " عُزّی" (Al-ʻUzzā) قسمونه خوړل، چې هرکله زموږ له منځ څخه کوم پیغمبر راشي، موږ د یهودیانو او نصاراوو په څېر له دوی سره چلند نه کوو؛ پر هغه ایمان راوړو او د هغه له حکمونو اطاعت کوو او د هغه د دښمنانو په مقابل کې، د هغه ملاتړ کوو، حتی که خپل ژوند له لاسه ورکړو!
د اسلام د ګران پیغمبر (ص) په بعثت سره، د اسلام مبارک دین د مکې په ښار کې راڅرګند شو. په لومړي پړاو کې، رسول اکرم ته د خدای له لوري دنده ورکړل شوه، څو هغه کسان چې په فکري او روحي توګه چمتو وي، اسلام ته دعوت کړي. البته له هغه ځایه چې د دعوت لپاره زمينه برابره شوې نه وه، نو رسول اکرم (ص) لومړۍ خپله بلنه په پټه توګه پيل کړه. لومړنی کس چې اسلام یې قبول کړ، د رسول اکرم مېرمن حضرت خدیجه وه او لومړنی نارینه چې اسلام یې قبول کړ، حضرت علي بن ابي طالب (ع) وو.
په دې پړاو کې چې پیغمبر او مسلمانان یوه کوچنۍ ډله وه، خپل دین یې د مکې له مشرکانو څخه پټولو او حتی خپل لمونځونه یې په پټه اداء کول. په تاریخي کتابونو کې راغلي چې د اسلام په پیل کې، چې کله به د لمانځه وخت رسېدو، نو پیغمبر به د مکې یوې درې ته تللو او علي بن ابي طالب به له خپلو خپلوانو لرې، له هغه سره وو او د لمانځه له ادا کولو وروسته بیرته راستېدل؛ تر دې چې زید بن حارثه مسلمان شو او هغه هم له پیغمبر او علي سره لمونځ ادا کولو. دا پړاو په کتابونو کې، د پټې بلنې په توګه یاد شوی دی.
د درې کلن پټ دعوت په ترڅ کې، شاوخوا څلوېښتو کسانو اسلام قبول کړل. له دې وروسته، رسول اکرم (ص) د خدای په حکم، خپل عمومي دعوت پیل کړ. په دې توګه، رسول اکرم (ص) څو ځله د مشرکانو په منځ کې راڅرګند شو او هغوی یې توحید او اسلام ته راوبلل او د شرک او بت پرستۍ په اړه یې خبرداری ورکړ. یوه ورځ د خدای رسول (ص) د صفا غره ته ورغی او فریاد یې وکړ.
د خپل فریاد په آواز سره، ټول قريشیان د غره په لمنې کې راټول شول او ويې ويل: په تا څه شوي دي؟ وې ویل: ماته ووایاست، که تاسو ته خبر درکړم چې دښمن به ماښام یا سهار پر تاسو برید وکړي، آیا زما خبره به ومنئ؟ هغوی وویل: هو. ته یو صادق سړی یې. رسول اکرم وفرمایل: زه د خطر خبر درکوم او تاسو له سخت عذاب څخه وېروم! په دې وخت کې ابولهب او نورو مشرکانو پر رسول اکرم (ص) ملنډې ووهلې او ویې ویل: افسوس په تا، آیا تا موږ د دې لپاره راغونډ کړلو؟
هغوی له دې وړاندې، پر یهودیانو او نصاراوو باندې له خپلو انبیاوو څخه د مخ اړولو په خاطر لعنتونه ویلو، نه یوازې دا چې ایمان یې رانه وړ، بلکې د رسول اکرم د انکار او له هغه څخه د مخ اړولو لپاره، هر ډول مکر او چلونه وکارول.
هو، د مکې مشرکانو چې کله د تېر تاریخ پاڼې کتلې او د خپلو پېغمبرانو پر وړاندې د پخوانیو امتونو په تېره بیا، د یهودیانو له بې وفايۍ، ناشکرۍ، سرغړونواو جنایتونو له امله، ډېر حیران وو، کله چې خاتم النبیین ظهور وکړ، په بشپړ ډول یې مخالف عمل وکړ. دوی په ډاګه کړه چې که د خپلو مخکینو څخه بدتره نه وو، تر دوی یې هم ښه عمل نه دی کړی.
دا مشركان د خپلو ادعاوو په خلاف، حق پلوي نه وو او حتی د ابراهيم عليه السلام دين ته يې هم درناوى نه درلود، چې د حج د مراسمو په توګه د دوى په منځ كې موجود وو. او د ابراهيم عليه السلام د دين په خلاف، د توحید د کور ترڅنګ دومره بتان راغونډ کړي وو او خلک یې بې لاري کول. په همدې وخت کې وو چې د فاطر سورت له 42 څخه تر 44 پورې آيتونه نازل شول او په دې بې اساسه او پوچو ادعاوو سره يې هغوی ملامت کړل او ويې فرمایل:
وَ أَقْسَمُوا بِاللّهِ جَهْدَ أَیْمانِهِمْ لَئِنْ جاءَهُمْ نَذِیرٌ لَیَکُونُنَّ أَهْدى مِنْ إِحْدَى الْأُمَمِ فَلَمّا جاءَهُمْ نَذِیرٌ ما زادَهُمْ إِلاّ نُفُوراً /
اسْتِکْباراً فِی الْأَرْضِ وَ مَکْرَ السَّیِّئِ وَ لایَحِیقُ الْمَکْرُ السَّیِّئُ إِلاّ بِأَهْلِهِ فَهَلْ یَنْظُرُونَ إِلاّ سُنَّتَ الْأَوَّلِینَ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّهِ تَبْدِیلاً وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّهِ تَحْوِیلاً /
أَوَلَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَةُ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَ ما کانَ اللّهُ لِیُعْجِزَهُ مِنْ شَیْء فِی السَّماواتِ وَ لا فِی الْأَرْضِ إِنَّهُ کانَ عَلِیماً قَدِیراً:
دوى (عرب مشركانو) په ډېر ټینګار سره په خداى قسم وكړ، چې كه دوى ته يو خبردارى ورکوونکی پېغمبر راشي، نو دوى به تر ټولو ډېر هدايت شوي قومونه وي؛ خو کله چې دوی ته پیغمبر راغی، له (حق) څخه له لیري والي او کرکې پرته، پر دوی نور څه زیات نه شول/
دا ټول د ځمکې پر سر د دوی د تکبر او د دوی د ناوړه چلونو له امله وو، د دې چلونو پایلې یوازې د خپلو مالکانو خوا ته ورګرځېدې؛ آیا دوی د پخوانیو رواجونو (او د دوی دردناک عذابونو) پرته، د بل څه تمه لري؟! هېڅکله به د خداى په سنتو کې تبدیل ونه مومې، او د خداى په سنتو کې به هېڅکله بدلون ونه مومې! /
آيا دا خلک په ځمکه نه دې ګرځېدلي، څو له ځان څخه مخکې د هغو ظالمانو د کار پاىله ( دعبرت په توګه) وويني چې واک او ځواک يې له دوی څخه ډېر وو چې دا څنګه پېښ شوي؟ او د آسمانونو او ځمکې هېڅ مخلوق به د خدای له قدرت څخه هېڅ هم کم نه کړي؛ هغه هوښیار او ځواکمن دی.
دوستانو، دا آيتونه موږ ته په واضحه توګه يادوي چې خدای تعالى په ټولنه کې، ثابت قوانين او سنتونه وضع کړي دي، چې يو يې د ازموينې سنت دى. د خدای سنت دا دی چې انسان د ژوند په لاره کې په مختلفو عواملو او پیښو سره و آزمویي، څو انسان پوه شي چې په آخرت کې به یې مقام څنګه وي.
هغه کله په بې وزلۍ او کله په شتمنۍ او کله په بریا سره ازمویي! دا مهمه ده چې انسانان؛ کله چې د ایمان دعوه کوي او کله چې د امتحان په درشل کې راشي، نو له هغې څخه بریالی او سرلوړی راووځي. ځکه چې هر څوک په مقام کې ادعا کولای شي چې خپل ځان ترټولو فداکاره شخص او مجاهد معرفي کړي.
ژباړه: زماني