د رڼا سرچینې (۱۲۴) د مؤمنانو او فاسقانو نابرابري
دوستانو په دې مطلب کې، د سجدې سورت د ۱۸ آیت شأن نزول څېړو. د عثمان بن عفان میرنی(ناسکه) ورور ولید بن عُقبَه بن ابيمعیط، د هغو کسانو له جملې څخه وو، چې رسول ا.. مبارک یې ډېر ځوراوه. د هغه د پلار نوم عُقبة بن ابي معیط، د پیغمبر له ۷ سرسختو دښمنانو څخه دی. عُقبة د حضرت رسول له سترو دښمنانو څخه وو او د هغه حضرت پر وړاندې یې ډېر سپین سترګي او تکبر کاوه.
دا سپکاوی او ځورول دومره ځپوونکی دی، چې هر انسان یې په اورېدو سره دردمن کېږي او خپګان کوي. خو د هغه د ظلم او تاوتریخوالي د پوهېدو لپاره، په یو څو مثالونو بسنه کوو.
يوه ورځ عُقبة وليدل چې رسول اکرم (ص) د کعبې طواف کوي، د هغه حضرت خواته ورغى او په داسې حال کې چې سپکي سپورې ویلې، د رسول ا... (ص) پګړۍ یې د هغوی پر غاړې وتړله او په همدې ډول يې هغوی له مسجد الحرام څخه وايستلو. په دې وخت کې، یوه ډله خلک د رسول ا... مبارک مرستې ته ورغلل او هغوی یې وژغوره.
بل وخت، کله چې رسول ا... مبارک په مسجد الحرام کې لمونځ کاوه او سجدې ته تللی وو، عُقبَة بن ابي معیط په توهینوونکي حرکت سره، د پسونو فضولات د حضرت رسول پر سر وغورځول. د عُقبَة دښمني دومره زیاته وه، چې په یوه مجلس کې یې اعلان وکړ، چې نصیحت او پند بې ګټې دی او باید پیغمبر ووژل شي او ژوند یې ختم شي.
خو له هغه ځایه چې د خدای اراده بل څه وه، رسول ا... (ص) مدینې ته هجرت وکړ او د اسلامي حکومت له جوړېدو وروسته، عُقبَة د بدر په جګړه کې د مسلمانانو له خوا ونیول شو. رسول اکرم (ص) چې تل ټینګار کولو چې «له اسیرانو سره ښه چلند وکړئ»، د " عُقبَة " د وژلو امر وکړ. په دې حکم سره، څرګنده شوه چې د هغه وژل ضروري او د عامه ګټو پر بنسټ دي.
هغه له پېغمبراکرم سره په دښمنۍ کې دومره سخت وو چې که آزاد شوی وای، نو بيا به د اسلام پر ضد په دسيسو او د مسلمانانو پر ضد د قومونو په هڅولو بوختېده.
د عُقبَة زوی "ولید" په ۸ هجري قمري کال کې د مکې له فتحې وروسته، اسلام قبول کړ. بل کال، یعنې په نهم هجري قمري کال کې، رسول ا... (ص) وليد یې د بني مصطلق قبيلې خواته ولېږه، څو زکات راټول کړي. کله چې د بني مصطلق خلکو واورېدل، چې "وليد" د رسول اکرم (ص) د استازي په توګه د دوى خواته راغلی، نو په خوشحالۍ سره د هغه هرکلي ته ورغلل، خو کله چې وليد هغوى یې ولیدل، حتی هغوی ته هم نږدې نه شو او په بېړه مدينې ته راستون شو او حضرت رسول ته یې وویل:
او د زکات ټولولو مخه يې ونيوله! د دې خبر په اورېدو او د دې قبیلې په دریځ سره، د خدای د حکمونو خلاف، پیغمبر (ص) د الهي احکامو او فرامینو پر وړاندې پرېکړه وکړه چې یوه ډله له دوی سره د جګړې لپاره ولېږي. کله چې دا خبر د بني مصطلق قبیلې غوږونو ته ورسېد، نو سمدستي مدينې ته راغلل او سم خبر يې هغوی ته ورساوه او ويې ويل:
اې د خدای رسوله، له "ولید" څخه پوښتنه وکړئ چې آیا هغه له موږ سره څه ویلي دي او خبرې کړې دي، په همدې وخت کې پر هغوی باندې د وحي حالت راغی او د سورة الحجرات پنځم آیت نازل شو. چې فرمايي:
« یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنْ جَاءَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَیَّنُوا أَنْ تُصِیبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِینَ:
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! كه كوم فاسق شخص تاسو ته خبر راوړي، نو د هغه په اړه پلټنه وكړئ، داسې نه چې د ناپوهۍ له امله، يوې ډلې ته ضرر ورسوئ او په خپلو كړو پښيمانه شئ!
له کورنۍ سره ناسازګاري د ولید بن عُقبه له اخلاقي ځانګړنو څخه وه؛ امام علي (ع) د هغه د ظلم په بيانولو کې داسې فرمايي:
يوه ورځ د وليد بن عُقبه ښځه پیغمبر (ص) خواته راغله او له هغه څخه یې شکايت وکړ چې ما وهي؛ حضرت رسول وفرمایل: د خپل خاوند خواته بېرته ستنه شه او ووایه؛ د خدای پیغمبر ماته پناه راکړې ده، ښځه ولاړه یو ساعت تېر شو او بېرته راغله او وویل: اې د خدای رسوله! هغه له ما څخه لاس نه اخلي، پیغمبر له خپلو جامو څخه یو تار بېل کړ او هغې ته یې ورکړ او وې فرمایل: ووایه پیغمبر ماته پناه راکړې ده او دا هم د هغوی د جامو یو تار دی، یو ساعت تېر شو او بېرته راستنه شوه او وویل: له پخوا زیات بیا هم ما وهي، د خدای رسول خپل لاسونه پورته کړل او وې فرمایل : خدایه ته له ولید سره حساب وکړه.
له سترې تقوا او پرهیزګارۍ سره د امام علي (ع) بې مثاله زړورتیا او له پیغمبر (ص) سره د هغه بې سارې ملګرتیا، د ولید د حسادت لپاره یو مهم عامل وو. یوه ورځ ولید په جومات کې امام علي (ع) یې ولید، د هغه خواته ورغی او له مقدمې پرته یې خبرې پیل کړې، څومره یې چې کولای شو، د خپل ځان ستاینه یې وکړه او وویل: زه له تاسو څخه ډېر بلیغ ، ډېر فصیح، ډېر زړور، ډېر پیاوړی یم او زما توره ډېره تیزه ده. زه دښمن ته شا نه کوم او تر وروستۍ شېبې پورې جنګېږم.
البته ولید، په ښه ډول یې امام علي (ع) پېژانده او په زړورتیا، فصاحت، بلاغت او نورو ځانګړنو کې، نشي کولای د هغوی بهتري پټه کړي.
په حقیقت کې، نه یوازې هغه بلکې ټولو، د هغه حضرت پر زړورتیا باندې باور درلود او په څو پرلپسې جنګونو کې د کفر له مشرانو سره په مخامخ کېدو کې د هغوی زوړورتیاوې یې لیدلې وې. همدې موضوع، د قریشو د قبیلې د کفارو او منافقانو په تورو زړونو کې، د بني هاشمو په تړاو کینه او نفرت زیات کړی او د دې لامل شوی وو چې ولید په دې ډول د امام پر وړاندې ودرېږي او خپل ځان له هغه حضرت سره پرتله کړي. امام علي (ع) دا اړتیا نه لیده چې له ځانه دفاع وکړي او ځواب یې ووايي او د ولید کمزورتیا څرګنده کړي، مګر د هغه او د نورو د عبرت لپاره، په پرېکنده ډول هغه ته په خطاب کې وفرمایل: غوره ده چې چوپتیا غوره کړئ، فاسقه! دا ډول نه دی چې ته اظهار کوې!
په دې ځای کې خدای تعالی، د علي (ع) له خبرې سره موافق پر پیغمبر باندې د سجدې سورت ۱۸ آیت نازل کړ او په څرګند ډول یې وفرمایل:
« أَفَمَنْ کَانَ مُؤْمِنًا کَمَنْ کَانَ فَاسِقًا لَا یَسْتَوُونَ: آیا هغه څوک چې مؤمن دی، د هغه چا په څېر دی چې فاسق دی؟
ګرانو اورېدونکو!
ولید بن عُقبه بن ابي معیط، د درېیم خليفه او د خپل ناسکه ورور عثمان بن عفان په زمانه کې؛ د کوفې واکمن شو. یوه ورځ په داسې حال کې چې سخت په نشه کې وو، د سهار د لمانځه امامت لپاره جومات ته راغی او د سهار لمونځ یې څلور رکعته ادا کړ. لمونځ کوونکي حیران شول چې مسلمان واکمن چې پخپله باید د نورو خلکو په پرتله، د شرعي احکامو او د خدای د امرونو ډېر اطاعت وکړي، شراب یې څښلي او د لمانځه امامت یې په غاړه اخیستی دی، دوی پرې په کلکه اعتراض وکړ. خو هغه په هماغه نشې حالت کې وویل: "زه نن خوشحاله یم، که تاسو غواړئ نور به هم ولولم!"
له دې پېښې وروسته، ځينې خلک مدينې منورې ته د مسلمانانو خلیفه عثمان بن عفان ته ورغلل او پېښه یې ورته بیان کړه. له بده مرغه، "عثمان" د "وليد" پر ځای شکايت کوونکو ته سزا ورکړه او هغوی یې ووهل. دغه شکايت کوونکې او ټپي شوې ډله، امام علي (ع) خوا ته ولاړه او د کوفې ښار د واکمن له لورې په ښکاره ډول د شراب څښلو د بیان ترڅنګ یې، له عثمان څخه هم شکايت وکړ.
امام علي (ع) د عثمان خواته ورغی او ورته یې وفرمایل: تا د خدای له حدودو سرغړونه کړې او هغه ډله چې ګواهي یې ورکړې ده، تا وهلې! آیا د شرابو څښلو په اړه د خدای فرمان دې هېر کړی؟ آيا ستا په ياد نه دي چې عمر وویل: امويان او په تېره بيا د ابو معيط کورنۍ پر خلکو مه حاکم کوه! عثمان وپوښتل: ته څه غواړې؟ امام علي (ع) وفرمایل: زما په نظر، باید هغه له کاره ګوښه کړې او هغه ته سزا ورکړې چې مستحق یې دی.
عثمان ولید مدینې ته، چې د خلافت مرکز وو راوغوښت. د خداى د كتاب او د حضرت رسول د سنتو له مخې، "وليد" بايد اتيا دُرې وهل شوی وای. خو هېچا د ده د وهلو جرات نه درلود. نو خپله امام علي (ع) پر هغه باندې د خدای حد جاري کړ. په همدې حال کې وليد هغه ته د خپلوۍ په نسبت قسم ورکولو، چې امام پر هغه باندې د خدای فرمان جاري نه کړي. خو امام علي (ع) هغه ته وفرمايل: چپ شه چې په رښتیا بني اسرائيل، یوازې په دې دلیل د هلاکت کندې ته ولوېدل، چې د خدای له حدودو يې سرغړونه وکړه.
ژباړه: زماني