-
بریتانیا د ایران پرضد نوي بندیزونه ولګول
Oct 21, 2022 01:54ایرنا خبري اژانس وايي بریتانیا روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو په سپارلو کښې د چټي ادعا په مطرح کولو سره د ایران پرضد نوي بایکاټونه چې څو ساعته مخکې د اروپايي اتحادیې لخوا اعلان شول ولګول.
-
په نړیوالې ایټمی موافقې کې دبندیزنو ختمیداروښانه شوې نه ده
Oct 19, 2022 10:20د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ترڅنګ،ایران د جنرال قاسم سلیماني په ترور کې د لاس درلودلو په دلیل د سپاه پاسدارانو له لیسټه د شپیتو امریکایانو د نامې د ویستلو په باب د امریکایانو له غوښتې سره مخ شوی،خو دغه غوښته بې ځایه وه او دا د ایران د اسلامی جمهوریت سره کرښه ده .
-
د اوکراین د جنګ حل لاره له امریکا او انګلستان سره ده
Oct 16, 2022 08:55د بیلاروس ولسمشر لوکا شنکو له این بي سي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې له امریکا او بریتانیا سره خبرې د اوکراین د کړکیچ د ختمیدا لاره وبلله.
-
د بریتانیا پارلمان کې په افغانستان کې د هزاره وګړو وژل کېدو پر موضوع خبرې شوې
Oct 13, 2022 03:00زمونږ خبریال وايي د بریتانیا پارلمان یوه غړي په افغان پلازمېنه کابل کې پر کاج نومي ښوونیز مرکز برید ته په اشارې سره د دې هېواد لومړۍ وزیرې لیز ټرس ته وړاندیز کړی، چې وزیران یې باید د افغان هزاره توکمو له استازو سره وویني.
-
بریتانیا کښې له قبرونو هډوکي او ککرې غلا کیږي
Oct 10, 2022 09:34زمونږ خبریال وايي په یوه تحقیق کښې معلومه شوي ده چې په بریتانیا کښې له قبرونو څخه د هډوکو او د ککریو د غلا کولو او په اینټرنیټ باندې د هغو د خرڅولو موردونه زیات شوي دي.
-
د بریتانیا لومړۍ وزیره په خلکو کښې محبوبیت نلري
Oct 09, 2022 10:09بلومبرګ ټیلي ويژن راپور ورکړ د یوې نظر سنجې د پایلو پراساس د بریتانیا لومړۍ وزیره لیز ټراس د خپل فعالیت د یوازې یوې میاشتې په تیریدا سره په دغه هیواد کښې په تیرو لومړیو وزیرانو کښې تر ټولو کم محبوبیت لري.
-
مهسا امیني د مغزو د هیپوکسي په خاطر مړه شوي وه
Oct 08, 2022 00:36زمونږ خبریال وايي د ایران د قانوني طب موسسې( عدلي طب) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د مهسا امیني د مړینې علت د مغزو هیپوکسي یعني مغزو ته د اکسیجن نه رسیدل اعلان کړ.
-
بي بي سي او ایران اینټرنیشنل ټیلي ويژنونه دروغ خپروي
Oct 03, 2022 00:49زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د قضايي کمیسیون غړي حسن نوروزي په بریتانیا کښې دیره د فارسۍ ژبې د رسنیو د ورانونکي کړچار په مقابل کښې د انګلستان د حکومت د ځواب ویلو لپاره د یوه حقوقي پلان د برابرولو خبر ورکړ.
-
مسلمانانو په لندن کښې د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل
Oct 02, 2022 08:10ایران پریس خبرې اژانس وايي مسلمانانو او د ایران د اسلامي انقلاب مینه والو چې د بیلابیلو پرګنو او قومیتونو خلک پکښې شامل وو په لندن کښې په اسلامي بیلګو او مسلمانانو باندې حملو کښې د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل.
-
د فرانسې شارډز افیر خارجه وزارت ته احضار کړی شو
Sep 30, 2022 01:12فارس خبري اژانس وايي د فرانسې د خارجه وزارت لاسوهونکي بیانیې ته په غبرګون کښې په تهران کښې د فرانسې د سفارت شارډز افیر د سفیر په نشتون کښې د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.