اسلامي ایران د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیک وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124042-اسلامي_ایران_د_بشري_حقوقو_د_شورا_پریکړه_لیک_وغاند
زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علي اکبري د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ایران ضد پریکړه لیک په کلکه وغاند.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د بشري حقوقو د شورا پریکړه لیک وغاند

زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علي اکبري د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ایران ضد پریکړه لیک په کلکه وغاند.

د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا په تیرې پنجشنبې ورځ د هغه څه په هکله چې په ایران کښې یې د بشري حقوقو حالت وباله د ایران پرضد یوه پریکړه لیک تصویب کړ.

دغه پریکړه لیک په پینځویشتو موافقو، شپږو مخالفو او پینځلسو سپینو رایو سره تصویب شو.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علي اکبري پرون د جمعې لمانځه په خطبو کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ایران ضده پریکړه لیک په تصویبیدا باندې نیوکې سره د بشري حقوقو په نسبت د اروپا د دریو هیوادونو انګلستان، فرانسې او د جرمني د ناوړه کړچارونو په مقابل کښې د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ، د خارجه وزارت او د حکومت د انقلابي او د بسیجي دریځونو قدرونه وکړه.

هغه د بسیج مستضعفین د جوړیدا د کلیزې په هکله مبارکې وویله او په دې خبرې سره چې په سپیڅلي دفاع کښې د بسیجي تفکر معجزې رغندوالی ، د اسلامي انقلاب او د کلتور دفاع کول ، علم او پرمختګ او له فتنو سره مقابله او د هیواد امنیت پیاوړي کول لیدلي دي وویل مونږ  بسیجي تفکر د لبنان په حزب الله غورځنګ ، د یمن په انصار الله غورځنګ، په فلسطین او سوریې کښې په مجاهدینو او د عراق په الحشد الشعبي ځواک او د دنیا په نورو هیوادونو کښې لیدلی دی.