-
د اسرائیلي رژیم له خوا په نیواکي فلسطین کښې د آنرو په فعالیت بندیر، له نړیوال غبرګون سره مخ شوی دی
Oct 29, 2024 10:42د نړۍ بیلابیلو هیوادونو او شخصیتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کارموندنې د آژانس UNRWA) د فعالیت په بندولو کښې د صهیونیسټي رژيم اقدام وغنده.
-
ایران باندې د اسرائیلو د حملې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د مختلفو هیوادونو نظرونه
Oct 29, 2024 07:28په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم له تیري وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه په داسې حال کښې جوړه شوه چې امریکا او د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو پلوي ملاتړي یې د نورو هیوادونو له سختې نیوکې سره مخامخ شول.
-
ایران: د اسرائیلو رژیم د امریکې د بې قیدوشرطه ملاتړ په وجه هم سپين سترګې شوی دی
Oct 29, 2024 06:58په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي وویل، له اسرائیلي رژیم سره د امریکې بې قیدوشرطه ملاتړ او د امنیت شورا د یوې دایمي غړې په توګه د هغې د دندو په اجرا کولو کې د خنډونو اچولو، دغه رژیم د خپلو جنایتونه او تیريو په جاري ساتلو کښې لاسپين سترګې کړی دی.
-
د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه
Oct 28, 2024 09:51د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو دامریکا د ولسمشرۍ د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم دنسل وژنې دجنګ د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.
-
د پاکستان په کورمې کې د وړو ټریلر له چور کولو وروسته د ترهه ګرو د ایف دوه ماموران هم ووژل شول
Oct 28, 2024 09:36د چارخیلو سیمې ورانکارو پرون ناوخته په داسې حال کې چې په جومات کې ئې د جمې لمونځ ادا کړ ،د جمې امام په ماښام لمانځه پسې خلکو ته د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړچې له لمانځه فوري وروسته هیڅوک کور ته لاړ نشي ، په لاره کې د پاراچنار د خلکو له وړو ډک یو ټریلر روان دی چې باید چور شي.نو دخدای په بارګاه کې په جمې سره له سجدو وروسته د الله اکبر په شعار سره د پاراچنار د خلکو لپاره د وړو ډک ټریلر په یوهیړ چور کړ او کابو اوه سوه څلویښت بورئ ئې له ځانه سره یوړی .
-
امام خامنهاي: صهیونیسټي رژیم په محاسباتي تیروتنې اخته شوی دی
Oct 28, 2024 07:06پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپلې وینا کښې وفرمایل: د صهیونیسټي رژیم چارواکي د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله په محاسباتي غلطۍ اخته دي ځکه چې د ایران ولس او ځوانان نه پيژني او تراوسه نه دی توانیدلی چې د دې ولس په قدرت، توانمنۍ، نوښت او ارادې باندې صحي پوه شي.
-
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د چین په نړیوال فلم فیستیوال کې دوه ایراني فلمونه نندارې ته وړاندې شول
Oct 27, 2024 11:43پارس ټوډی- د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د چین په نړیوال فلم فیستیوال کې دوه ایراني فلمونه او انیمیشنونه د لیدونکو د پام وړ وګرځیدل.
-
د ایران له راتلونکي غبرګون څخه د اسراییلو له ویرې ډکې ورځې بیا پيل شوې
Oct 27, 2024 11:24پارس ټوډی- په داسې حال کې چې په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم له تیریو وروسته د ایران خلک په بشپړه توګه په ارامۍ کښې ژوند کوي له بلې خوا راپورونه د ایران د راتلونکي غبرګون له امله د صهیونیسټي ښارګي میشتو او چارواکو ترمینځ د ویرې او پریشانۍ د زیاتیدو خبر ورکوي.
-
ایران: اروپايي ټولنه خپلو ګټو ته په نړیوالو قوانینو ترجیح ورکوي
Oct 27, 2024 08:57پارس ټوډی- په بروکسل کې د ایران سفارت د ایران په خلاف د صهیونیسټ رژیم له تیری وروسته د اروپایی اتحادیې د انفعالي څرګندونو په غبرګون کښې وویل: دغه اتحادیه د نړیوالو قوانینو په نسبت خپلو ګټو ته ترجیح ورکوي.
-
په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري په اړه حقیقتونه، څرګندونې او تکذیبونې
Oct 27, 2024 06:39پارس ټوډی- په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کښې په ځینو پوځي مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژيم د وړمې شپې تیري، له ځان سره یولړ حقیقتونه، ګونګوسې او تکذیبونې درلودې.