ایران په تیره اونۍ کښې
د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو،نن به هم د ایران د تیرې یوې هفتې د مهمو پیښو او خبرونو جاج واخلو. هیله ده چې دا لیکنه مو خوښه شي.
د تیرې اونۍ په چارشنبې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سردار سلیماني د شهادت د پنځمې کلیزې په درشل کښې، د حرم د دفاع کونکو او د مقاومت د شهیدانو د یوه ډله کورنیو په کتنه کې، په سوریې کې پرله پسې د امریکايي اډو جوړیدو ته په اشارې سره وویل: تیري ګر باید د یو ولس له خاورې ووځي ګني نو وبه ایستل شي، په دې وجه به امریکايي اډې هم د سوریې د ځوانانو تر پښو لاندې چخڼي شي.
دوي په سوریې کې د نیواکګرو د شتون دوام ناممکن وباله او ویې ویل: سوریه د دغه هیواد د خلکو ده او د سوریې په خاورې باندې تیري کونکي به بیشکه یوه ورځ د سوریې د غیرتي ځوانانو د قدرت په وړاندې شاتګ ته مجبور شي.
امام خامنه اي همداشان زر یا پس په نیواکګرو باندې د سوریې د ولس په بریا او د یمن، فلسطین او لبنان د مقاومت په دوام باندې په ټینګار سره وفرمایل: لبنان د مقاومت سمبول دی او که څه هم ژوبل شوی دی خو ټیټ شوی نه دی او آخر به بریالی شي، همهغه شان چې یمن هم د مقاومت نښه ده او کامیاب به شي او ان شاءالله چې تیري ګر دښمنان او په سر کې یې طمّاع او جنایتکاره امریکا به مجبوره شي چې د سیمې له خلکو لاس واخلي او په ذلت سره له سیمې ووځي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداشان د سردار قاسم سلیمان د ځینو شخصیتي او کرداري ځانګړتیاؤ په بیانولو سره وویل: باید له دې ځانګړتیاؤ په زده کړې سره، د مکتبِ سلیماني د اصلي هدف یعنې د اسلام او قرآن د تحقق په لاره تګ وشي.
امام خامنه اي بیا د د حریم د مدافع شهیدانو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: که دغه پاکې وینې نه وې نو نن به نه حریم او نه به حرم او نه به نور مقدس زیارتونه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په افغانستان او عراق کې د امریکې له شرارتونو سره د مبارزې په میدان کې د ۸۰ لسیزې له اوایلو څخه د حاج قاسم شتون ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دغو دواړو هیوادونو له نیواکه د امریکې اصلي هدف، ایران و خو هغه شریف او صادق انسان د امریکې له ظاهرې دبدبې له ویریدو پرته میدان ته ورودانګل او آځر هغه نیواکګرۍ د امریکې په ماتې او د هغې سترې دسیسې په شنډیدو تمامې شوې.
حضرت آیت ا.. العظمی سید علي خامنه اي د داعش د امریکې دسیسې ماتې په میدان کې د حاج قاسم د چټک، پر وخت او ټاکونکي شتون یوه بله نتیجه وبلله او ویې ویل: له تکفیري ترهګرۍ سره په مقابله کې عراقي ځوانان په حقیقي معنا وځلیدل خو د دغې دسیسې په شنډیدو کې چې د سیمې ژوند او مرګ ورپورې تړلی و، سلیماني د عمل په نوښت، میړانې، سر په تلي کې په کښیښودو او قدرت سره یو بې ساری رول ولوبوه.
*/*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عمان د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کښې، د ایران لید او عملي کړنلاره په سیمه کښې او د ټولو اسلامي هیوادونو ترمینځ د صلحې او امنیت پراختیا وبلله او په دې لړ کښې یې د ایران او عمان د لا جدي تعامل غوښتنه وکړه.
د اسلامي ایران ولسمشر " مسعود پزشکیان " تیره دوشنبه د عمان د خارجه وزیر «سید بن حمد بن حمود البوسعیدی» په کتنه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د حکومت بهرنی سیاست یې، له ټولو اسلامي، ګاونډي او ملګرو هیوادونو سره د ملګرتیا ټینګښت او د اړیکو پراخول دي، څرګنده کړه: دا چې د سیمې هیوادونه او مسلمان ولسونه په خپلو کښې اختلاف ولري او د صهیونیسټي رژیم په شان یو جنایتکار له دغه حالت څخه، هغوي ته د تاوان رسولو په لړ کښې ناوړه استفاده وکړي، په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه ملاقات کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران ولسمشر او ولس ته د عمان د سلطان د ګرمو سلامونو په رسولو سره وویأ: دواړه هیوادونه داسې کلکې او تاریخي اړیکې لري چې د اعتماد او ښه نیت په بنیاد ټینګې شوې، پراخې شوې او پياوړې شوې دي او سلطان د دغو اړیکو په لازتې پراختیا باندې ټینګار لري.
*/*/*/*/
د عمان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته په سفر کښې د ایران پر ولسمشر سربیره، له خارجه وزیر، د اسلامي شورا(پارلیمان) له مشر او د ملي امنیت د عالي شورا له منشي سره هم ملاقاتونه وکړل.
د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي له خپل عماني همرتبه سره په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ موافقو د اجرايي کیدو ضرورت ته په اشارې سره، د ملګرتیا په تیره بیا په اقتصادي، تجارتي او د انرجۍ په برخو کښې د همکارۍ د نویو ډګرونو خلاصولو ته د ایران په چمتووالي ټینګار وکړ او په نزدې راتلونکي کښې د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیشن ترسره کیدل یې د دې موضوع د طرحې او تعقیب لپاره یو مناسب فرصت وباله.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم د سوریې د خلکو ارادې ته په احترام او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا و ملي واکمنۍ په ملاتړ کښې د ایران د اسالمي جمهوریت د مسئولانه دریځونو په قدرونې سره، د سوریې په کورنیو چارو کښې د هر ډول بهرنۍ مداخلې د نفي په هکله د خپل هیواد په دریځ، د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د دغه هیواد د ولس د غوښتنې په احترام او د هغې له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ باندې ټینګار وکړ.
*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر«مسعود پزشکیان» د پنجشنبې په ماښام د ډګرجنرال قاسم سلیماني د شهادت د پنځم تلین په مناسبت د مراسمو په ترڅ کې شهید سلیماني د ایران د ملت لپاره دایمي نمونه وبلله او ویې ویل. "نن ورځ به په ایران کې د شهید سلیماني لاره د پیوستون رامینځته کولو ته دوام ورکړي او د سیمې او نړۍ لپاره به الهام بخښونکي ماډلونه رامینځته کړي.
هغه دې ته په اشارې سره چې له ظالم سره دښمني او د مظلوم مرسته کول هغه کار و چې شهید سلیماني دنیا ته وښوده، زیاته کړه، نن د هغو شهیدانو یاد لمانځو چې ظالمې او غدارې امریکې پنځه کاله وړاندې په سیمه کې ټرور کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: شهید سلیماني د ایران او سیمې په هره برخه کښې له مظلومانو څخه په دفاع کښې، د مظلومو مذهب ته له پاملرنې پرته، فعال و او شپه او ورځ یې نه پیژندل، شهید سلماني د اسلامي یووالي په لټه کښې و او دښمن نن سبا د تفرقې اوچولو په تکل کښې دی خو پکار ده چې د دښمنانو دسیسې په اتحاد او یووالي سره شنډې کړو.
/*/*/*/*.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیا د ایران او هند د سیاسي صلاح مشورو په نولسمه غونډه کښې خپل ګډون ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو اړیکې دودزیزې او تاریخي وبللې.
مجید تخت روانچي ت خالي په شپه په ایکس کښې ولیکل: نن ماسپښین مې په نوي ډیلي کښې د ایران او هند د سیاسي مشورو په نولسمه غونډه کښې ګډون وکړ. د هند له مرستیال خارجه وزیر ویکرم میسري سره مې په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
هغه زیاه کړې ده. په مذاکراتو کښې د چابهار بندر په شمول اقتصادي اړیکو ته ډیره پاملرنه وشوه. همداشان مې د هند له خارجه وزیر سوبرامانیام جایشانکار سره ګټه وره غونډه درلوده. دواړه هیوادونه هوډ لري چې په مختلفو برخو کښې اړیکې زیاتې کړي.
د ویلو ده چې د ایران او هند د سیاسي صلاح مشورو نولسمه غونډه تیره پنجشنه او جمعه په نوي ډیلي کښې وشوه.
\