دښمنانو تراوسه د ایران حقیقي قدرت نه دی لیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155824-دښمنانو_تراوسه_د_ایران_حقیقي_قدرت_نه_دی_لیدلی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان په دې خبرې سره چې دښمنانو تراوسه د ایران حقیقي قدرت نه دی لیدلی، وویل: مقاومت یو تفکر، اندیشه او کلتور و چې هیڅکله نه یوازې د کمزوری کیږي نه، بلکې له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته دغه مقاومت لاپياوړی، له پراخ او لاژور شوی دی.
(last modified 2025-01-01T07:43:13+00:00 )
Jan 01, 2025 12:10 Asia/Kabul
  • دښمنانو تراوسه د ایران حقیقي قدرت نه دی لیدلی

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان په دې خبرې سره چې دښمنانو تراوسه د ایران حقیقي قدرت نه دی لیدلی، وویل: مقاومت یو تفکر، اندیشه او کلتور و چې هیڅکله نه یوازې د کمزوری کیږي نه، بلکې له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته دغه مقاومت لاپياوړی، له پراخ او لاژور شوی دی.

بریدجنرال سید عبدالرحیم موسوي نن د شهید قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت د پوځ د هوايي ځواک د روزنې او ټریننګ په سرتاسري غونډې کښې، د دغه شهید د یاد او خاطرې په لمانځلو سره وویل: دښمنان غواړي د مقاومت کمزورې کیدل افقا کړي خو مقاومت هیڅکله نه یوازې کمزوری شوی نه دی بلکې لامضبوط، لاپراخ او لاژور شوی دی.

جنرال موسوي زیاته کړه: د ایران سل په سلو کښې پوځي توان تراوسه لاس نه دی خوړلی او خپلې ډیرې توانمنۍ یې نندارې ته نه دي وړاندې کړې او دا په داسې حال کښې دي چې په ډیرو شیانو دښمنان نه دي خبر او خبریدل یې ضروري هم نه دي.

د پوځ مشر قومندان په دې خبرې سره چې د دښمنانو ورپسې القاء، د صهیونیسټي او سلطې د رژیم بریا ده، وویل: د ښځو او ماشومانو او ملکي وګړو وژل او د روغتونونو، کورونو او ښوونځیو ورانول، بریا نه ده او صهیونیسټانو او د سلطې رژیم ماتې خوړلې ده.