-
په کابل پوليټکنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللو سیستمونو پوهنځی جوړېږي
Sep 07, 2026 07:52د لوړو زدهکړو وزیر پرون وویل چې وزارت یې بهرني استادان هم ګمارلي، خو د دغو استادانو د هېوادونو او دندو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
-
د ۴۰ډالریزو تیلو په هکله د بسنټ ګمانونو ته د قالیباف غبرګون
Sep 07, 2026 07:45پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر د ۴۰ ډالري تیلو په هکله د سکاټ بسنټ د خیالي پلاونو په ځواب کښې ولیکل: له الوت کولو مخکښې انجڼ ښه ګرموه!
-
د ایران د پارلیمان کمېسیون: پر ایران بندیز لګوونکي د هرمز له تنګي د تېرېدو حق نه لري
Sep 07, 2026 07:42پارستودي – د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون ویاند حسن قشقاوي وايي، د هرمز تنګي د امنیت او پراختیا لپاره د ستراتیژیک اقدام د طرحې نهمه ماده تصویب شوې ده. د دغې مادې له مخې، هغه هېوادونه او حقیقي او حقوقي اشخاص چې د ایران پر اسلامي جمهوریت یو اړخیز بندیزونه ولګوي یا د ایران پر وړاندې دښمنانه اقدامات وکړي، د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو حق به ونه لري.
-
سرلښکر عبداللهي: امریکایانو له ۸۰ کلونو راهیسې یوازې له ایران څخه «نه» اورېدلې ده
Sep 07, 2026 07:38پارستودي – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د حضرت خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان سرلښکر پیلوټ علي عبداللهي، د نرمې جګړې د مسوولینو په غونډه کې وویل: «موږ به تسلیم نه شو او دښمن به هم په نرمه جګړه کې بریالی نه شي.»
-
د لبنان په جنوب کې درانه هوايي بریدونه؛ په «عربصالیم» کې ۲ کسان شهیدان شوي
Sep 07, 2026 07:32پارستودي – خبري سرچینو د لبنان په جنوبي سیمو باندې د صهیونیستي رژیم د درنو هوايي بریدونو او د دغه هېواد د دوو وګړو د شهادت خبر ورکړی دی.
-
امریکا او په عربستان د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د یرغلیزو مهماتو پلورل
Sep 05, 2026 14:52پارس ټوډې –امریکا په سعودي عربستان د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د زیات شمیر مهماتو او تجهیزاتو پلورل تایید کړل.
-
نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
Sep 05, 2026 12:37د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني پروګرام کې به په پیل کې د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو د نورو سیمه ایزو او نړیوالو مطبوعاتو ته به هم یوه ځغلنده کتنه وکړو. نو هیله ده چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
د ایران دافع هوا د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي دي
Sep 05, 2026 06:06پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دفاع د همغږۍ مرستیال، د وروستیو جګړو او د امریکا او صهیونیستي رژیم د پراخو تېریو په اړه وویل چې د ایران د هوايي دفاع ځواکونو د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي او نسکور کړي دي.
-
پاکستان له طالبانو سره د چین د خبرو اترو له هڅو هرکلی وکړ
Sep 05, 2026 05:53پاکستان اعلان کړی چې د «ارومچي» بهیر پرمختګ د طالبانو په اقداماتو پورې تړلی دی.
-
حماس: صهیونیستي رژیم د غزې د خلکو د شړلو له طرحې لاس نه دی اخیستی
Sep 05, 2026 05:49د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وايي، سره له دې چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم ستراتیژیکې طرحې له ماتې سره مخ شوې دي، خو دغه رژیم لا هم له غزې څخه د خلکو د ایستلو له طرحې لاس نه دی اخیستی.