-
د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی تاتارستان ته ولاړ
May 14, 2025 08:05د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
-
په کابل کې د هلمند سیند د اوبو د ګډې کمېټې غونډه جوړه شوه
May 10, 2025 02:34په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند د اوبو د دوهاړخیزه تړون له مخې، د افغانستان او ایران د اوبو د کمیسارانو د ګډې کمېټې ۲۹مه ناسته، د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په کابل کې جوړه شوې ده.
-
د افغانستان په پکتیا کې د ستنو شوو کډوالو لپاره د قطري میرمنو په لګښت د ۱۰۰ کورونو د جوړولو کار پیل شو
May 08, 2025 02:25د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار په رباط کمپ کې د کډوالو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د قطري میرمنو لخوا له کابو اتو لکو ډالرو څخه زیاتو لګښتونو سره تامینیږي.
-
ایران له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې
May 06, 2025 03:07په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د تاریخي آثارو د ساتنې او رغونې برخه کې همکاري وکړي.
-
قرغیزستان افغانستان ته د ۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت تیل صادر کړي دي
May 05, 2025 10:22د قرغیزستان د احصایې کمېټې اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تېل صادر شوي دي.
-
پاکستان ته د عراقچي د سفر اهمیت څه دی؟
May 05, 2025 08:40پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادلې په موخه، له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې او سلامشورو لپاره اسلام آباد ته ولاړ.
-
بلوچستان کې ۲۲ پاکستاني پوځیان ووژل شول
May 04, 2025 12:26د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت او داکي سیمه کې د بلوڅو ازادۍ غوښتونکې ډلې په بېلا بېلو بریدونو کې ۲۲ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۴ نیم ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې
May 04, 2025 10:57د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، له افغانستان سره یې د ۴.۵ ټه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
-
سېلابونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند واخیست
May 04, 2025 10:42د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۵ تنه مړه شوي دي. په بهارک او جرم ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.
-
پاکستان افغانستان ته، د هندي توکو د واردولو اجازه نه ده ورکړې
May 04, 2025 10:17پاکستاني رسنیو د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور ورکړی چې پاکستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې هندي وارداتي توکي لیږدوي او افغانستان ته ننوځي.