سېلابونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند واخیست
د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۵ تنه مړه شوي دي. په بهارک او جرم ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.
په بدخشان ولایت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئيس مولوي محمد اکرم اکبري نن وویل چې سیل په بهارک ولسوالي کې د ۵ تنو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.
تر ده مخکې په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ریاست د پېښو آمر محمد کامګار ویلي وو چې د جمعې د ورځې سېلابونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړې دي.
د طالبانو دغه مسئول زیاته کړې چې سیمې ته یې کومکي ډلې استولې چې حال معلوم کړي، خو په جرم او بهارک ولسوالیو کې یوشمېر کسانو رسنیو ته ویلي چې په سلګونه جریبه زراعتي ځمکه او باغونه ویجاړ شوې دي او ګڼ کورونه هم سېلابونو وړې دي.
د راپورونو له مخې دغو سېلابونو د فیض اباد - بهارک پر لویه لار یو شمېر موټر هم وړې دي.