-
طالبان له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې لري
Feb 11, 2024 01:03د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هېوادونو کې استازولۍ لري.
-
په پاکستان کې دداعش لوړپوړی خطرناک کمانډرسره د ملګرو هلاک شو
Feb 10, 2024 01:37وئيل شوي دي ، په دغو عملیاتو کې ښکار شوی ترهه ګر په نعمان او ابوحمزه خراساني مشهور عبدالشکور سره د یوشمیر ملګرو هلاک شوی دی .هغه د په پشین او کلا سیف ا... کې د وروستیو بم چاودنو اصلي پلانونکی ؤ. په اعلامیې کې وئيل شوي دي چې هغه د یوه بلې ځان مرګي حملې پلان درلود، چې له جنایته مخکې د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس په پاکونکو عملیاتو کې انجام ته ورسید
-
په باميان کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 09, 2024 14:15ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
د عمران خان ګوند او ملګري یې د ۵۲ څوکیو ګټلو سره مخکښ دي
Feb 09, 2024 12:57د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۵۲ څوکیو په ګتلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي.
-
کابل ته د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي سفر
Feb 09, 2024 12:30د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوحې راتلونکې ناسته، د افغانستان په اړه د معقولو خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت وباله.
-
افغانان نه، بلکې په افغانستان کې د ټيټيپي وسلهوال زموږ لپاره ګواښ دي
Feb 09, 2024 10:01د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان خپل واک په خپل لاس کې واخلي.
-
د چین په پانګونې سره د افغانستان له شماله د تیلو تولید زیات شوی
Feb 09, 2024 09:03د رسنیو له قوله، د چین د انرژۍ شرکت د ۴۹ میلیون ډالرو پانګونې په مرسته د افغانستان د شمال د تیلو له حوزې په ورځني ډول د اومه تیلو تولید ۱۱۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلی، خو دا د هغې پانګونې یوه درېیمه برخه ده چې پېکېنګ یې ژمنه کړې ده.
-
په هرات کې زلزله ځپلو ته ۶۹ نور کورونه وسپارل شول
Feb 09, 2024 08:54د افغانستان د هرات سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته د لسګونو نورو کورونو د ورکولو خبر ورکوي.
-
په روان کال کې په ننګرهار کې تر درې نیم زرو زیات مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي، نور جزئیات په راپور کې واورئ
Feb 08, 2024 04:50په ننګرهار کې د کاراو ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي چې په روان کال کې تر درې نیم زرو تنو زیات کادرونه اومسلکي وګړي پر دندو ګمارل شوي دي. دچارواکو په وینا په ګومارل شویو کسانوکې سلګونه مېرمنې هم شاملې دي
-
طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
Feb 08, 2024 01:42د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.