د امنیت شورا راپور د داعش لپاره تبلیغات دي
د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي په افغاسنتان کې د داعش د ګواښ په باب دملګروملتو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې دټیم راپور ، ددغې ترهه ګرې دلې لپاره منفي تبلیغات وبلل.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د ملګروملتو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارونکي ټيم د وروستي راپور په غبرګون کې ووئیل، ددغه راپور یوه برخه چې ګواکې په افغانستان کې داعش یو ګواښ حسابیږي، ی اد نورو ډلوټپلو نامه ئ اخستې چې په افغانستان کې شتون لري، سم نه دی.
هغه زیاته کړې ده،د داعش ګواښ تر ډيره حده کم شوی دی او ددوي په ضدډیره دقیقه مبارزه شوې ده ؛ دا ټول ویني او ورباندې پوهیږي.
مجاهد په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو د شتون د ادعا په باب هم ووئيل، په افغانستان کې بهرنۍ ترهه ګرې ډ لې هم نشته، پر دې اساس دغه راپورونه ښئ چې یا ناسم اطلاعات منتقلیږي او یا هم قصدا منفي تبلیغات کیږی او په هره بڼه د هیچا په ګټه نه دي.
د طالبانو دحکومت ویندوي ټينګار وکړ، افغانستان اوس د طالبانو په ولکه کې دی او مونږ د خپلې سټراټژئ په اسسا اجازت نه ورکوو ، چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد په ضد وکارول شي .نو له دې پلوه باید هیڅ اندیښنه دې څوک ونه لري.
هغه روښانه کړې ده ،داعش هماغه شان چې ټول ئې ویني ، د نابودۍ په حال کې ده ، په نتیجې کې دامنیت شورا د راپور دغه برخه ناسم ه ده او مونږ ئې په کلکه ردوو.