-
ټوله نړۍ کې له زده کړو د محرومو کسانو شمېر له ٦ میلیونه ډېر شوی
Sep 20, 2023 01:37طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.
-
پاکستان کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړی کاسي ووژل شو
Sep 20, 2023 01:28د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ارباب غلام کاسي په کوېټه کې د نامعلومو وسله والو لخوا و وژل شو.
-
افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری/ مجاهد: افغان طالبان به یې ځواب ورکړي
Sep 18, 2023 09:36د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
-
پاکستان او د کډوالو او د سرحدي ننګونو دوام
Sep 17, 2023 12:38د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر له افغانستان او هند سره د دغه هېواد په ګډو پولو باندې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو په اعلان سره وویل: دغه حالت به د پاکستان د راتلونکو ټاکنو د ځنډېدو سبب نه شي.
-
د افغانستان له لوري د ګواښ پر وړاندې د دفاع حق لرو
Sep 17, 2023 09:59د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان څخه دوی ته د پښېدونکو ګواښونو پر وړاندې د خپل ځان د دفاع حق لري.
-
طالبانو په غور کې د یوې بهرنۍ مؤسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي
Sep 16, 2023 09:43د 'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې چې په غور ولایت کې یې د یوه بهرني کارکوونکي په ګډون اتلس کارمندان نیول شوي دي.
-
امریکا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده
Sep 16, 2023 08:29امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه.
-
په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله اوښتې مرګ ژوبله
Sep 16, 2023 08:14چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې لږ ترلږه ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نور جزئیات زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
دښمنانو ته د کوچنۍ تېروتنې اجازه نه ورکوو
Sep 15, 2023 11:59د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو قومندان وايي، چې د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې په پوره قوت سره ولاړ یو او دښمنانو ته د کوچنۍ تېروتنې اجازه نه ورکوو.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اشغالګرو پر وړاندې ۱۵ مقاومتي عملیات
Sep 15, 2023 11:44د شهاب نیوز د جمعې د ورځې د خبر له مخې، د مقاومت جنګیالیو په لوېدیځه غاړه کې له صهیونیسټي نیواک سره د مبارزې په دوام کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوېدیځه غاړه کې ۱۵ مقاومتي عملیات ترسره کړي چې په هغو کې څلور ډزې هم شاملې دي.