عراق د بهرنیو پوځیانو شتون ته هیڅ اړتیا نلري
العهد خبري سایټ راپور ورکړی د عراق د وسله والو ځواکونو د ګډو عملیاتو قومندان «تحسین الخفاجي» وویل دغه هیواد له ترهګرو سره د مبارزې لپاره ضروري قدرت لري او د خارجي عسکرو شتون ته هیڅ اړتیا نلري.
هغه وویل د عراق پوځي ځواکونه پرمختللي شوي دي او له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې لپاره ضرورت قدرت لري.
الخفاجي ټینګار وکړ د عراق پوځي ځواکونه لوړ چمتووالی لري او د هیواد په ټولو سرحدونو کښې یې د منلو وړ نتیجې لاس ته راوړي دي.
د عراق د وسله والو ځواکونو د ګډو عملیاتو قومندان تحسین الخفاجي وویل د سرحدونو امنیت د سرحدي ځواکونو دنده ده او دغه ځواکونه د ټول هیواد د امنیت د تامینولو لپاره ضروري امکانات لري.
الخفاجي وویل د عراق پوځ او الحشد الشعبي ته اړونده امنیتي ځواکونه هیواد ته د ترهګرو عناصرو د ورتلو مخه نیسي او د ټروریسټانو ټولې هڅې تر نظر لاندې لري.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني هم په ځلونو ټینګار کړی دی چې په هیواد کښې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو شتون ته هیڅ ضرورت نشته.