-
په بهر کې د افغان زندانیانو د خلاصون لپاره له اړونده هېوادونو سره خبرې کوو
Jan 30, 2024 01:52د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
-
باید په سیمه کې له هېڅ ډول اخلال او بې ثباتۍ سره همکاري ونشي
Jan 30, 2024 01:25د افغانستان د سيمه ايزې همکارۍ ابتکار غونډه چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب پرون په کابل کې جوړه شوې وه، پکې د ۱۱ هېوادونو د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان او اندونیزیا ځانګړو استازو او سفيرانو ګډون کړی وو.
-
پاکستان او ایران په خپلو اړوندو سیمو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه کړې
Jan 30, 2024 01:02د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال په خپلو اړوند سیمو کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې هوکړه کړې ده.
-
په لویدیځي آسیا کې د جوبایډن لپاره د جمهوری غواړو لومه
Jan 29, 2024 10:33د سورئې له پولې سره نزدې د اردن په شمال ختیځي سیمې کې د امریکا ئي عسکرو پر مرکز باندې په ډرون حملې پسې چې درې امریکائي پوځيان هلاک شوي او ۳۴ نور پوځيان ئې ټپیان شوي دي.، دا موضوع په ایران د حملې لپاره د امریکا داوسني بې خوده ولسمشر جوزف بایډن د لمسولو لپاره د جمهوری غواړو د هڅې اوپر هغه د نیوکو لپاره په یوه لاسوند بدله شوې ده .
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسیدلی
Jan 29, 2024 00:51زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی. هغه به پاکستان ته په دغه سفر کښې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره کتنه او خبرې وکړي.
-
سوریې کښې د داعش ډلې مشر هلاک شوی
Jan 29, 2024 02:29فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې پوځ د داعش ترهګرې ډلې د اصلي مشر د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
دښمانان د ایران او پاکستان اړیکې خرابوي
Jan 29, 2024 02:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «جلیل عباس جیلاني» د پاکستان د نهو ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دښمانان په ترهګرو اقداماتو سره له ایران سره د پاکستان د اړیکو د خرابولو کوشش کوي.
-
کابل کښې نن د ګاونډیو هیوادونو غونډه جوړیږي
Jan 29, 2024 01:49زمونږ خبریال راپور راکړی کابل نن د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ځینو ګاونډیو هیوادونو د استازیو د غونډې کوربه دی.
-
ایران د «انروا» اژانس پرضد تورونه په کلکه وغندل
Jan 29, 2024 01:32زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني» د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار موندنې د اژانس «انروا» د کارکونکو پرضد د صهیونیسټ رژيم ادعاګانې او د اسرائیلو له دغو ادعاګانو سره د ځینو هیوادونو چې اکثره یې اروپایان دي ملګرتیا کول وغندل.
-
پاکستان ته د امیرعبداللهیان سفر د ورورولۍ د ژمنتیا تجدید او د ګډ دښمن لپاره پیغام
Jan 28, 2024 11:59هغه ټینګار وکړ پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکی سفر دا ثابتوي چې ترهګر او د پردې تر شا د هغوی ملاتړی به هېڅکله ونکړې شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ښو اړیکو کې ګډوډي رامنځته کړي.