-
د امریکا له یرغلګرسیاست سره د ملګرتیاپایله له سپکاوي پرته بله څه نه ده
Jan 29, 2026 08:28پارسټودي – د ډنمارک په کوپنهګن کې د امریکا سفارت له خوا د هغو یادګاري بیرغونو لیرې کولو، چې د افغانستان په جګړه کې د وژل شوو ډنمارکي عسکرو په ویاړ کیښودل شوي وو، د ډنمارک پخواني عسکر سخت په غوسه کړي.
-
بقايي: فارس خليج «يو تلپاتې تمدني واقعيت او د ايرانيانو د ملي هويت نه بېلېدونکې برخه» ده
Jan 29, 2026 07:56پارسټوډې – د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت وياند، فارس خليج يو تلپاتې تمدني واقعيت او د ايرانيانو د ملي هويت نه بېلېدونکې برخه وبلله.
-
امریکا دې دګواښ،دړکواوغیرمنطقي موضوعګانوله مطرح کولولاس واخلي
Jan 28, 2026 11:24پارسټوډی – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا لهخوا د ایران شاوخوا د پوځي چمتووالي د رامینځته کېدو او په عین حال کې د مذاکراتو د خبرو په اړه وویل: په نړیواله کچه دا دواړه تل یو ځای موجود وي؛ یعنې هم ګواښ وي او هم ډیپلوماسي.
-
ایران او سعودي عربستان د امنیت، پرمختګ او اسلامي وحدت په لور
Jan 28, 2026 09:48پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سعودي عربستان له ولیعهد سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې د سیمې په کچه د ایران تګلاره د اسلامي ورورولۍ، د دوستانه اړیکو د پراختیا او له اسلامي هېوادونو سره د ملګرتیا د پیاوړتیا پر اساس ولاړه ده.
-
له ایران اسلامي جمهوریت سره هر تاوتریخوالی سیمه بې ثباته کوي
Jan 27, 2026 12:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «القدس العربي» ورځپاڼې د لویدیځې اسیا سیمې د بدلونونو په هکله ولیکل مینځنی ختیځ په خپل یو تر ټولو خطرناک تاریخي پړاو کښې ورغلی دی او د سیمې هیوادونه ټینګار کوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ هر ډول احتمالي جنګ به په ټولې سیمې اغیز وشیندي او ناوړه پایلې لرلای شي.
-
جنګ ته د ګاونډیانو نه ویل د امریکا معادلات ګډوډ کړل
Jan 27, 2026 08:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «سکایي نیوز» ټیلي ويژن وویل د فارس خلیج سیمې د عربو هیوادونو دریځونو د ایران پرضد د اقدام په هکله د واشنګټن محاسبات پیچلي کړي دي په دې ډول چې په ایران باندې د احتمالي حملې له مخنیوي سره مرسته کولای شي.
-
عراق ته د داعش د غړیو د انتقالولو په هکله خبرداری ورکړل شو
Jan 27, 2026 08:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د پارلمان پخواني استازي «اکرم فوزي» له سوریې څخه عراق ته د داعش د ترهګرې ډلې د زرګونو کسانو د انتقالولو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل دغه اقدام به د عراق لپاره ډیر جدي امنیتي خطرونه ولري.
-
که چیري اروپا له امریکا پرته خپله دفاع کولای شي نو دا یو خوب دی
Jan 27, 2026 06:50زمونږ خبریال راپور راکړی د ناټو تړون سرمنشي مارک روټی(Mark Rutte) وویل چې اروپايي هیوادونه له امریکا پرته د خپلې دفاع کولو وړتیا نلري.
-
د ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ګواښ د رامنځته کېدو بهیر او لومړنۍ نښې تر څار لاندې دي
Jan 27, 2026 03:59د ایران د خاتمالانبیاء په مرکزي قرارګاه کې یوه لوړپوړي پوځي چارواکي خبرداری ورکړ چې د ایران د ملي امنیت پر وړاندې هر ډول ګواښ په دقت سره تر څار لاندې دی او په مناسب وخت کې به لازم تصمیم نیول کېږي.
-
امارات: چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ فضا او خاوره د ایران پر ضد پوځي اقدام کې وکاروي
Jan 27, 2026 03:49د متحده عربي امارات بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چاته اجازه نهورکوي، چې د یاد هېواد خاوره او هوايي حریم د ایران پر ضد پوځي اقدام لپاره وکاروي.