-
د افغانستان امنیت مو له امریکې ډیر ښه تامین کړی
Apr 29, 2026 13:38پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د وروستي حالت، په دوحه کښې د څواړخیزو غونډو او د ځینو نورو مسائلو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
-
دښمن هیڅکله دا جرأت ونه کړ چې د ځمکنيو پولو له لارې برید وکړي
Apr 29, 2026 13:16پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند وویل؛ د جګړې تر وروستیو شپو ورځو پورې، سره له دې چې دښمن څو ځله د ځمکنۍ حملې ګواښونه کړي، خو هېڅکله ئې جرأت ونه کړ چې د ځمکنيو پولو له لارې برید وکړي.
-
ټرمپ ته د یمن خبرداری!یمن په هرمز تنګي کښې د ایران د اقداماتوملاتړ کوي
Apr 29, 2026 12:47پارس ټوډی- د یمن د بهرنیو چارو وزارت په فارس خلیج کښې د ټرمپ د حکومت د بلاغوښتنې او وحشتي توب په هکله خبرداری ورکړ او په هرمز اوبلاره کښې د ایران له اقداماتو یې د صنعاء ملاتړ اعلان کړ.
-
حاجي بابايي: دښمن د اسلامی ایران په حقیقت له پوهیدو عاجزه دی
Apr 29, 2026 12:32پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر په ایران باندې د امریکې او صهیونیسټي رژیم هراړخیز یرغل ته په اشارې سره وویل: دښمن د ایران په حقیقت باندې په پوهیدو کښې پاتې راغلی دی.
-
جینوا کې د ایران سفیر: موږ جګړه نه کوو، بلکې له خپل هېواده دفاع کوو
Apr 25, 2026 15:36د پارس ټوډې - په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ایران دایمي استازي او سفیر علي بحریني، د بيبيسي سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو تر کومه وخته جګړې ته دوام ورکوئ؟ وویل: دا پوښتنه باید له امریکا څخه وشي، ځکه هماغه هېواد جګړه پیل کړې ده. موږ جګړه نه کوو، موږ له خپل هېواده دفاع کوو، او دفاع پای نه لري.
-
طالبان: افغان کډوال دې د کانګو پرځاې خپل هیواد غوره کړي
Apr 25, 2026 15:33طالبانو هغو افعان کډوالو ته چې امریکا یې کانګرو ته د لیږلو نیت لري، ویلي چې په ډاډه زړه دې خپل هیواد ته راستانه شي.
-
پاپ لئو د ایران پرضد په جنګ باندې بیا نیوکه وکړه
Apr 25, 2026 14:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو د افریقا لوې وچې ته د خپل سفر په بهیر کښې په ده باندې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سختو نیوکو سره سره یوځل بیا د ایران پرضد په جنګ نیوکه وکړه.
-
د اروپايي اتحادیې مسوولې د ایران پرضد بې منطقه خبرې وکړې
Apr 25, 2026 14:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس» د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاګانو په تکرارولو او د ایران د دفاعي توان پرضد د بې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو سره ادعا وکړه دغه اتحادیه کولای شي له تهران سره د ډيپلوماسۍ په بهیر کښې رول ولوبوي.
-
د امریکا د ولسمشر ټرامپ په حکومت کښې اختلاف زیات شوی او حکومتي چارواکي له کارونو لیرې کیږي
Apr 25, 2026 14:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په داسې حال کښې چې امریکا په ایران اسلامي جمهوریت باندې د تیري په جبۍ کښې ښکیله شوې ده او د امریکا ځانمنه ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ځلونو د ایران په چارواکو کښې د درز او د اختلاف ادعا کړې ده خو د روان میلادي کال له پیل راهسې ټرامپ درې وزیران بدل کړي دي او څو لوړرتبه پوځي او حکومتي چارواکي یې د اختلافاتو د لرلو او شاید د حکم د نه منلو په وجه له خپلو کارونو لیرې کړي دي.
-
روسي پوځي کارپوه: د ایران ۳۰ میلیونه جان فدا کسان کولی شي امریکا ماته کړي
Apr 25, 2026 14:14ډګروال سدلان آرتیکوویچ کانچيبایف په مسکو کې له ایرنا سره په خبرو کې وویل: د هغو تجربو پر بنسټ چې ما د افغانستان په څېر سیمو کې د امریکایانو د حضور له څېړنې ترلاسه کړي، ویلی شم چې که د ایران په څېر د یو هېواد خلک یو موټی شي، نو بې له شکه به امریکا د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې ناکامه کړي.