حاجي بابايي: دښمن د اسلامی ایران په حقیقت له پوهیدو عاجزه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172380-حاجي_بابايي_دښمن_د_اسلامی_ایران_په_حقیقت_له_پوهیدو_عاجزه_دی
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر په ایران باندې د امریکې او صهیونیسټي رژیم هراړخیز یرغل ته په اشارې سره وویل: دښمن د ایران په حقیقت باندې په پوهیدو کښې پاتې راغلی دی.
(last modified 2026-04-29T08:05:11+00:00 )
Apr 29, 2026 12:32 Asia/Kabul
  • حاجي بابايي: دښمن د اسلامی ایران په حقیقت له پوهیدو عاجزه دی

پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر په ایران باندې د امریکې او صهیونیسټي رژیم هراړخیز یرغل ته په اشارې سره وویل: دښمن د ایران په حقیقت باندې په پوهیدو کښې پاتې راغلی دی.

پارس ټوډی د مهر خبري آژانس به حواله لیکلي چې د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر حمیدرضا حاجي بابايي په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم د یو پياوړي ایران د زغملو توان نه لري، زیاته کړه: زمونږ ایران په زرهاو کاله لرغونی تمدن لري چې د سوچه محمدي(ص) اسلام له ۱۴۰۰ کالو سره یې غوټه خوړلې او دغه هویت بخښونکي ترکیب یوه داسې نه تسخیریدونکې قلا جوړه کړې ده چې دښمنان یې له درک کولو عاجزه دي.

هغه وویل: د ایران خلاف د هراړخیز یرغل وجه دا ده چې زمونږ هیواد نن، نه یوازې د سیمې غوره قدرت دی بلکې په نړۍ کښې له ظلم سره د مخامخ ټولو ولسونو لپاره د آزادي غوښتنې او له استعمار سره د مبارزې مثال ګرځیدلی دی.

حاجي بابايي د انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د یاد په لمانځلو سره ټینګار وکړ: لکه څنګه چې دوي فرمایلي دي، د مستکبرانو اصلي ستونزه د «ایران» له نوم او نښې سره ده. هغوي نه غواړي چې خپلواک او پياوړی ایران، د خبیث او وحشي او د ماشومانو د وژونکي صهیونیسټي رژیم په وړاندې اودریږي نو ځکه یې دغه اقتدار ته د تاوان رسولو لپاره خپل ټول تاوان کارولی دی.