د افغانستان امنیت مو له امریکې ډیر ښه تامین کړی
پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د وروستي حالت، په دوحه کښې د څواړخیزو غونډو او د ځینو نورو مسائلو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
پارس ټوډې راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر ویلي چې په افغانستان کښې امنیت، د بهرنیو ځواکونو د شتون د وختونو په پرتله ډیر ښه تامین شوی دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د انګلستان له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې په دغې کتنې کښې د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د وروستي حالت، په دوحه کښې د څواړخیزو غونډو او د ځینو نورو مسائلو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي په یاده غونډه کښې مدعي شوی چې د افغانستان اوسنی امنیتي او ټولنیز وضعیت، د امریکې او ناټو د شتون د تیر پړاو په پرتله «ښه بوره» ښه شوی دی او د طالبانو اقداماتو د سیمې د هیوادونو باور او اعتماد زیات کړی دی.