-
ایران د بندیزونو په اوج کې علمي او تخنیکي لوړو څوکو ته رسېدلی
Dec 27, 2025 03:40پارسټوډي – د ایران د اسلامي انقلاب رهبر، ټول پرمختګونه د بندیزونو په دوره کې وبلل.
-
له نن څخه ۴۶ کاله پخوا په دې ورځ شوروي پر افغانستان یرغل وکړ
Dec 27, 2025 03:34له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د مرغومي ۶/ د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.
-
فرانسوي شنونکی: امریکا سردار قاسم سلیماني په بزدلانه توګه شهید کړ
Dec 27, 2025 02:57پارسټوډې – یوه فرانسوي شنونکي د امریکا له خوا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قومندان سردار سلیماني په شهادت رسول، د نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
د ایران او اروپايي ټولنې ترمنځ درې میلیارده یورويي سوداګري
Dec 27, 2025 02:47پارسټوډې – د اروپايي کمیسیون د احصایې مرکز د ایران او اروپايي ټولنې ترمنځ د درې میلیارده یورويي سوداګرۍ خبر ورکړ.
-
اوراسیا ته د ایران د صادراتو ۱۶ سلنه زیاتوالی
Dec 27, 2025 02:41پارسټوډې – د اوراسیا اقتصادي اتحادیې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د آزادې سوداګرۍ د موافقې د دارالانشاء سرپرستې، د دې اتحادیې هېوادونو ته د ایران د صادراتو د ۱۶ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
-
د آسیا پوځي بدلونونه | د ټرمپ د طرحې له ناکامۍ وروسته د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د آسهآن منځګړیتوب
Dec 24, 2025 10:24پارسټوډې – وروسته له هغې چې د ټرمپ طرحه ونه توانېده د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ سرحدي نښتې ودروي، د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د ټولنې «آسهآن» استازو په یوې ناستې کې، د جګړهځپلو دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره خپل نوښت وړاندې کړ.
-
د ټرمپ سلګونه مالي ملاتړو د هغه د بېرته واک ته رسېدو څخه ګټه اخیستې
Dec 24, 2025 10:20پارس ټوډی – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې اعلان کړی چې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو سلګونه اصلي مالي ملاتړو، د هغه له بېرته واک ته رسېدو وروسته له ځانګړو امتیازونو او فرصتونو برخمن شوي دي.
-
فرانسوي–تونسي پوهنتوني څېره: سردار سلیماني د مقاومت د محور مهمه څېره وه
Dec 24, 2025 08:48پارسټوډې – یوې فرانسوي–تونسي پوهنتوني څېرې وویل: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قومندان شهید سردار قاسم سلیماني، د امریکايي–صهیونیسټي امپریالیزم پر وړاندې د مقاومت ستراتیژيک بنسټ کېښود.
-
خبرونه | ایران: هېڅکله به د زور او ګواښ پر وړاندې سر ټیټ نه کړو / د ۱۰ زرو اوکرایني پوځیانو تېښته
Dec 24, 2025 08:35پارسټوډې – په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، د فشار پر وړاندې د تهران پر نه تسلیمېدو په ټینګار سره وویل: ایران اصولي ډیپلوماسۍ ته ژمن پاتې شوی او اوس د باور د بیا رغونې مسئولیت پر فرانسې، بریتانیا او امریکا دی.
-
ایران عادلانه مذاکرات مني،خوکلنګ هیچا ته نه ورکوي
Dec 24, 2025 02:08ایرواني د «هر ډول عادلانه او معنا لرونکو مذاکراتو» هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا ټینګار پر هغه سیاست چې «د یورانیمو بډایول صفر » بلل کېږي، د هغو حقوقو خلاف دی چې ایران ئې د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) د غړي په توګه لري.