ایران عادلانه مذاکرات مني،خوکلنګ هیچا ته نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168776-ایران_عادلانه_مذاکرات_مني_خوکلنګ_هیچا_ته_نه_ورکوي
ایرواني د «هر ډول عادلانه او معنا لرونکو مذاکراتو» هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا ټینګار پر هغه سیاست چې «د یورانیمو بډایول صفر » بلل کېږي، د هغو حقوقو خلاف دی چې ایران ئې د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) د غړي په توګه لري.
(last modified 2025-12-24T01:11:42+00:00 )
Dec 24, 2025 05:38 Asia/Kabul
  • ایران عادلانه مذاکرات مني،خوکلنګ هیچا ته نه ورکوي

ایرواني د «هر ډول عادلانه او معنا لرونکو مذاکراتو» هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا ټینګار پر هغه سیاست چې «د یورانیمو بډایول صفر » بلل کېږي، د هغو حقوقو خلاف دی چې ایران ئې د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) د غړي په توګه لري.

د ملګروملتو په امنیت شورا کې د امریکا د استازې، مورګن اورټېګاس، له هغو څرګندونو وروسته چې ویلي ئې دي واشنګټن یوازې له ایران سره مستقیمو مذاکراتو ته چمتو دی او تهران  په خپلې خاورې کې د د یورانیمو بډایولو حق» نه لري،په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي دغو دریځونو ته سخت غبرګون وښود.

د تسنیم خبري اژانس د  راپور له مخې، د ملګرو ملتو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، امیر سعید ایرواني، د امریکا د استازي د دغو څرګندونو په غبرګون کې خبرې وکړې

ایرواني د «هر ډول عادلانه او معنا لرونکو مذاکراتو» هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا ټینګار پر هغه سیاست چې «د یورانیمو بډایول صفر » بلل کېږي، د هغو حقوقو خلاف دی چې ایران ئې د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) د غړي په توګه لري.

د ایران استازي په امنیت شورا کې زیاته کړه: دا چلند ښئي چې امریکائي لوری د عادلانه خبرو اترو په لټه کې نه دی، بلکې غواړي خپلې له مخکې ټاکل شوې غوښتنې پر ایران وتپي. هغه ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت نه د دباؤ  او ګواښ پر وړاندې تسلیمېږي او نه به هم  اجازت ورکړي چې په نړیوال ډګر کې ترې باج واخیستل شي.