-
ایران د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
Apr 07, 2023 00:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي ملګرتیا موسسې له مشر« ابراهیم طه» سره په ټيلي فوني خبرو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستي تیري باندې د غور لپاره د بیړنۍ غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه.
-
د امیر عبداللهیان او د فیصل بن فرحان رسمي کتنه؛ د ایران او د عربستان د اړیکو احیا کیدل:-
Apr 06, 2023 10:49د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان نن د چین په پلازمینې پیکینګ کښې کتنه او د دوه اړخیزه اړیکو د احیا په اړه موافقه وکړه.
-
د ایران خارجه وزیر له فیصل بن فرحان سره خبرې ښې وبللې
Apr 06, 2023 09:21زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره خبرې ښې وبللې او ویې ویل خبرې ښې او مخ پر وړاندې وې.
-
اسرائیل د اسلامي نړۍ له پیوستون څخه په ویره کښې دی
Apr 06, 2023 07:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د الاقصی جومات په لمونځ ګزارو باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د پوځیانو د شپې پرمهال یرغل او سپکاوی په اسلامي نړۍ کښې د پیوستون له څپې څخه د صهیونیسټ رژیم د لالهاندۍ له کبله وباله.
-
په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د لېدنې وخت او ځای وټاکل شي
Apr 02, 2023 04:51د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې د وخت او ځای د نهايي کولو لپاره به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ټیلفوني خبرې اترې وشي.
-
د ایران او الجزایر خارجه وزیرانو دوه اړخیزې اړیکې او سیمه ایز بدلونونه وڅیړل
Mar 31, 2023 04:09د ایران او الجزایر د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او هم داشان د سیمه ایزو موضوعاتو په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه
-
د ایران او روسیې خارجه وزیرانو ملاقات وکړ
Mar 29, 2023 10:50د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ملاقات کښې د مهمو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه
-
امیرعبداللهیان: برجام له روسیې سره د مذاکرې په موضوعاتو کښې شامل دی
Mar 29, 2023 08:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د روسیې له خارجه وزیر سره به د ایټمي موافقې په هکله خبرې اترې وکړي.
-
امیر عبداللهیان روسیې ته ولاړ
Mar 29, 2023 02:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ له تهران څخه مسکو ته ولاړ.
-
د اټومي موضوع په اړه د خبرو اترو دروازې به د تل لپاره خلاصې نه وي
Mar 28, 2023 09:02د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران په اسلامي شورا کې د اټومو خبرواترو د حد د ټاکلو لپاره د طرحې په مسودې باندې غور کېږی او په دې برخه کې به د خبرو اترو دروازې د تل لپاره خلاصې نه وي.