ایران د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130754-ایران_د_اسلامي_ملګرتیا_موسسې_د_بیړنۍ_غونډې_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي ملګرتیا موسسې له مشر« ابراهیم طه» سره په ټيلي فوني خبرو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستي تیري باندې د غور لپاره د بیړنۍ غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-04-06T20:05:30+00:00 )
Apr 07, 2023 00:18 Asia/Kabul
  • ایران د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي ملګرتیا موسسې له مشر« ابراهیم طه» سره په ټيلي فوني خبرو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستي تیري باندې د غور لپاره د بیړنۍ غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه.

د صهیونیسټ رژيم پوځيانو په تیرې چهارشنبې ورځې سهار په الاقصی جومات کښې د القبلی جومات دننه په اعتکاف کونکو باندې حمله وکړه او هڅه یې وکړه چې اعتکاف کونکي له جومات څخه وباسي.

په اعتکاف کونکو باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو په برید کښې ګڼ شمیر فلسطینیان ژوبل شوي هم دي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي ملګرتیا موسسې له مشر ابراهیم طه سره په ټیلي فوني خبرو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستي تیري باندې د غور لپاره د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په سویه د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې د دغه غونډې په ترسره کولو کښې د هر ډول ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په چمتووالي ټينګار وکړ.

د اسلامي ملګرتیا موسسې مشر ابراهیم طه هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژيم د وروستي تیري په غندلو سره د اسرائیلو رژیم په وروستي سپکونکي اقدام باندې د غور لپاره په راتلونکي یکشنبې ورځ د اجرايي کمیټۍ په سویه د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د استازیو د غونډې د ترسره کولو خبر ورکړ.