-
حماس په ترکیې کښې د صهیونیسټ رژيم د اوه دیرشو چارواکو د نیولو د حکم هرکلی وکړ
Nov 08, 2025 01:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بیانیې کښې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د د غه رژیم د جنګ د اوسنیو او پخوانیو وزیرانو یسرائیل کاتس او د یواو ګالانټ په شمول چې جنګي جنایتکاران دي د ترکیې د استانبول د عمومي څارنوال لخوا د صهیونیسټ رژیم د اوه دیرشو چارواکو د نیولو د حکم هرکلی وکړ.
-
د فلسططین له حماس غورځنګ سره د اسرائیلو پټې خبرې شوې
Nov 06, 2025 09:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو راپور ورکړ «تل اویو» د قطر او د مصر د مینځګړو له لارې د فلسطین له حماس غورځنګ سره په خبرو بوخت دی چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال جنګ کښې د صهیونیسټي پوځي «هدار ګولډن» د مړي د سپارلو په بدل کښې د حماس غورځنګ د لسګونو ځواکونو د وتلو لپاره چې په رفح سیمه کښې په یوه ټونل کښې کلابند شوي دي یوه امنه لاره برابره کړي.
-
غزې ته د بهرنيو خبريالانو د واریدیدا مخنیوی د جناياتو دپټولو لپاره دی
Oct 24, 2025 01:52پارس ټوډۍ- د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ (حماس) پرون د یوې اعلایمې په خپرولو سره غزې ته د بهرنيو خبريالانو د واریدیدا د منع کولو هدف د صهیونیسټي رژیم د وحشي ډوله جناياتو پټول وګڼل.
-
مکرون: په غزه کښې اوربند ډیر کمزوری دی
Oct 22, 2025 05:48د فرانسې ولسمشر د غزې د وضعیت د نازکوالي په هکله په خبرداري سره، د سرحدونو د سمدستي خلاصیدو او د انساني مرستو د لیږل کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
-
ډيپلوماسۍ باید د سیمې د واقعیتونو په نظر کښې نیولو او د عقلانیت او د اغیز شیندنې پراساس عمل وکړي
Oct 17, 2025 00:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لبنان کښې د ایران پخواني سفیر «احمد دستمالچیان»وویل د ایران خارجي سیاست د سیمې د واقعیتونو په نظر کښې نیولو او د اغیز شیندنې او د عقلانیت پراساس عمل وکړي.
-
د بندیانو خوشی کیدل د مقاومت لاس ته راوړنه وه
Oct 14, 2025 09:23د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ مشر وویل: د فلسطینيو عاموخلکو او مقاومتي مبارزانو د ډيرو بندیانو خوشي کیدا په اړه لاس ته راوړنه یوازې د مقاومت په میړنتوب او سرښیندنې او د قربانيو او فلسطینيانو د یووالی له امله ترلاسه شوې ده.
-
د ټرامپ د پلان په مشروط ډول منل د حماس لخوا یو حکیمانه اقدام و
Oct 06, 2025 02:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مصر د خارجه وزیر پخواني مرستیال «حسین هریدي» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ چې په غزې تړانګه کښې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پلان ته د حماس مشروط مثبت ځواب یوه حکیمانه فیصله وه.
-
د اسلامي او د عربو هیوادونو بیانیه په خبرو کښې د حماس د دریځ ملاتړ دی
Oct 06, 2025 02:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر «عزت الرشق» د اوو اسلامي او عربي هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیانیې هرکلی وکړ او هغه یې د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو د تیریو د بندولو او د اوربند لپاره د جدي خبرو اترو د لارې د پرانیستل کیدا لپاره د ترسره شویو هڅو مهم ملاتړ وباله.
-
د امریکا ولسمشر له حماس غورځنګ سره خبرې ډیرې ګټورې وبللې
Oct 06, 2025 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپل «تروت سوشل» اینټرنیټ پاڼې کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې په غزې کښې د جنګ د ختمولو په باره کښې له حماس غورځنګ سره خبرې بریالې دي او په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کښې دي.
-
د حماس غورځنګ غړي د بې وسلې کولو په هکله خبرونه دروغ وبلل
Oct 06, 2025 02:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي «محمود مرداوي» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ چې د خپلو وسلو د سپارلو په هکله د حماس غورځنګ د موافقت په باره کښې د سعودي عربستان په الحدث» ټيلي ويژن کښې خپاره شوي خبرونه دروغ دي او هغه د عمومي افکارو د منحرفولو په هدف سره دي.