د بندیانو خوشی کیدل د مقاومت  لاس ته راوړنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165910-د_بندیانو_خوشی_کیدل_د_مقاومت_لاس_ته_راوړنه_وه
د فلسطین د  اسلامي جهاد غورځنګ  مشر وویل:  د فلسطینيو عاموخلکو او مقاومتي مبارزانو د ډيرو بندیانو  خوشي کیدا په اړه لاس ته راوړنه یوازې د مقاومت په میړنتوب  او سرښیندنې  او د قربانيو او فلسطینيانو د یووالی له امله ترلاسه شوې ده.
(last modified 2025-10-14T08:27:01+00:00 )
Oct 14, 2025 12:53 Asia/Kabul
  • د بندیانو خوشی کیدل د مقاومت  لاس ته راوړنه وه

د فلسطین د  اسلامي جهاد غورځنګ  مشر وویل:  د فلسطینيو عاموخلکو او مقاومتي مبارزانو د ډيرو بندیانو  خوشي کیدا په اړه لاس ته راوړنه یوازې د مقاومت په میړنتوب  او سرښیندنې  او د قربانيو او فلسطینيانو د یووالی له امله ترلاسه شوې ده.

 زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ مشر،زیاد النخاله، د اسرائیلي رژیم له زندانونو  څخه د فلسطینيو بندیانو د خوشي کیدا په ځواب کې وویل:  اوس د مقاومت او فلسطینيو خلکو د ډیرو بندیانو دخوشي کیدا په اړه لاس ته راوړنه یوازې د مقاومت  په میړنتوب  او  د قربانيو او فلسطینيانو د یووالي له امله ترلاسه شوې ده.

هغه دوام ورکړ: مونږ امید درلود چې پایلې له دې ښې شي؛ خو زمونږ خلک د  طاقت  په هغه انډول او  په هغو ډېرو عواملو چې فلسطیني ملت په غزې کې  خورکړي دي، ښه پوهیږي.

النخاله روښانه کړه: د مقاومت بیرغ  لوړ  پاتې شو او مقاومت په میدان کې او زموږ شجاع  او میړنی ولس  هم د مقاومت   له مفهوم څخه  په الهام اخیستو  هماغه شان په قدرت سره پخپل ځاي باقي پاتې دي.

د  فلسطین  د اسلامي جهاد غورځنګ  مشر په خپل پیغام کې د نورو فلسطینيو  بندیانو د د خوشي کولو په ژمنې ورکولو سره  یاودونه وکړه: د نورو فلسطینيو  بندیانو خوشی کیدا  د مقاومت لومړیتوبونه دي او دا موضوع  حتمی ده.

په عین حال کې، د فلسطینيو  بندیانو رسندوي دفتر اعلان کړ ی چې د  اتلو بندیانو خوشی کیدا ، په تیره بیا  هغه کسان  چې  په عمری بند  سزا شوي وو، د فلسطین د آرمان جوړولو په تاریخ کې یوه ډېره مهمه شیبه ده.

دغه رسندوئي  دفتر  ویلي چې د بندیانو خوشي کیدا  د قهرمانې حماسې، اوږدې مبارزې او د هغو قربانيو  نتیجه ده چې فلسطیني ملت د آزادۍ او عزت په قربانځاي کې، د بندیانو په وفادارئ کې ترسره کړي دي.