د امریکا ولسمشر له حماس غورځنګ سره خبرې ډیرې ګټورې وبللې
https://parstoday.ir/ps/radio/religion_islam-i165522-د_امریکا_ولسمشر_له_حماس_غورځنګ_سره_خبرې_ډیرې_ګټورې_وبللې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپل «تروت سوشل» اینټرنیټ پاڼې کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې په غزې کښې د جنګ د ختمولو په باره کښې له حماس غورځنګ سره خبرې بریالې دي او په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کښې دي.
(last modified 2025-10-06T01:23:49+00:00 )
Oct 06, 2025 05:49 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر له حماس غورځنګ سره خبرې ډیرې ګټورې وبللې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپل «تروت سوشل» اینټرنیټ پاڼې کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې په غزې کښې د جنګ د ختمولو په باره کښې له حماس غورځنګ سره خبرې بریالې دي او په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کښې دي.

ټرامپ په دغه پیغام کښې زیاته کړه چې د اونۍ په پاې کښې له حماس غورځنګ او د نړۍ له یوشمیر هیوادونو سره ډيرې مثبتې خبرې وشوې چې هدف یې د بندیانو خوشي کول او د غزې د جنګ ختمول دي.

هغه وویل فني ټیمونه نن د مصر په «شرم الشیخ» ښار کښې راغونډیږي چې غزې تړانګې ته د  اړونده موافقې د نهايي جزیاتو په هکله غور وکړي او هغه روښانه کړي.

د مصر خارجه وزارت هم مخکې تائید کړي وه چې د غزې د جنګ د اوربند د خبرواترو لومړنۍ او فني مرحله نن په شرم الشیخ کښې پیلیږي او په دغو خبرو کښې د فلسطین د حماس غورځنګ، د صهیونیسټ رژيم او د امریکا استازي ګډون کوي.

د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازي اسټیو ویټکاف په خبرو کښې د  ګډون لپاره مصر ته تللی او د ولسمشر ټرامپ زوم او  سلاکار جیراډ کوشنر هم په دغو خبرو کښې ګډون کوي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د غزې د جنګ د ختمولو لپاره شل ماده ئیز پلان وړاندی کړی دی چې  سمدستي په اوربند ، د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کښې  د اسرائیلي بندیانو په ازادولو ، د موافقې وړ کرښو ته د اسرائیلي ځواکونو په ورستنیدا  او د غزې د بیا رغولو او اداره کولو لپاره  د نړیوال ارګان په جوړولو ټینګار لري.

حماس غورځنګ هم په یوې بیانیې کښې وویل د اسرائیلو د ټولو بندیانو که هغه ژوندي دي او که مړه دي خوشي کولو سره یې موافقت کړی دی او یوځل بیا یې له خپلواکه ټیکنوکراټانو څخه جوړ د فلسطین یوه ارګان ته د غزې تړانګې د کنټرول د ورسپارلو لپاره چې د اسلامي او د عربي ملاتړ او د ملي اجماع په چوکاټ کښې به د غزې په چارو څارنه وکړي په خپلې ګروهنې ټینګار وکړ.