• ایران او ترکیې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ

    ایران او ترکیې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ

    Dec 03, 2024 02:10

    د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: په سوریه کې فعالې تکفیري ترهګرې ډلې، له امریکا او صهیونیسټانو سره نږدې اړیکې او همغږي لري او په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو څخه د پام اړولو او د مقاومت په مقابل کې د ماتې د جبرانولو په موخه، دغه ډلې په سوریې کې د ناامنۍ رامنځته کولو ته هڅوي.

  • په سوریه کې د ترهګرو ډلو فعالېدل صهیونیسټي- امریکايي پلان دی

    په سوریه کې د ترهګرو ډلو فعالېدل صهیونیسټي- امریکايي پلان دی

    Dec 03, 2024 01:56

    د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف او د سوریې د پارلمان مشر حموده صباغ پرون په سوریې کې د تکفیري ترهګرو ډلو له فعالېدو وروسته د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.

  • ایران او روسیې د سوریې له حکومت سره پر مرستو ټینګار وکړ

    ایران او روسیې د سوریې له حکومت سره پر مرستو ټینګار وکړ

    Dec 03, 2024 01:44

    د ایران او روسیې ولسمشرانو د سوریې په شمال کې د ترهګرو وروستي خوځښتونه د دغه هېواد او سیمې د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله او په دغه هېواد کې یې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې له حکومت سره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

  • ؛افسانې؛له ایرانه د ویرولو لپاره  لاسوند

    ؛افسانې؛له ایرانه د ویرولو لپاره  لاسوند

    Dec 01, 2024 11:01

    د تهران د پښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې له ایرانه د ویرونې  لپاره د لاسوند او افسانو په باب له ځانګړي  مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  • اسلام آباد د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نتانیاهو څرګندونو ته غبرګون وښود

    اسلام آباد د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نتانیاهو څرګندونو ته غبرګون وښود

    Nov 30, 2024 02:17

    د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د سوله ایز اټومي پروګرام په خلاف د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر وروستیو ګواښونو ته غبرګون وښود.

  • په سوریې کې د ترهګرو خوځښتونه د امریکا او صهیونیسټي رژیم طرحه ده

    په سوریې کې د ترهګرو خوځښتونه د امریکا او صهیونیسټي رژیم طرحه ده

    Nov 30, 2024 01:51

    د ایران د اسلامي شورا مشر په سوریې کې د ترهګرو تکفیري ډلو نوی اقدام د امریکا او د ناروا صهیونیسټي رژیم د طرحې یوه برخه وبلله.

  • عراقچي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له سوریې څخه د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ

    عراقچي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له سوریې څخه د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ

    Nov 30, 2024 01:39

    د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر "بسام صباغ" سره په ټلفوني خبرو کې، په سوریې کې د ترهګرو ډلو بیا فعالېدل، په ​​لبنان او فلسطین کې له مقاومت څخه د صهیونیسټي رژیم له ماتو وروسته د امریکا -  صهیونیسټي طرحه وبلله او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره، د سوریې له حکومت، ملت او پوځ سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

  • د سوریې د پوځ او ترهګرو ډلو ترمنځ سختې نښتې اوس هم دوام لري

    د سوریې د پوځ او ترهګرو ډلو ترمنځ سختې نښتې اوس هم دوام لري

    Nov 30, 2024 01:29

    د سحاب شبکې د خبر له مخې، د سوریې د پوځ او وسله والو ځواکونو عمومي قومانداني پرون ​​په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د سوریې په حلب او ادلب ولایتونو کې وسله وال ځواکونه ځالې د النصره جبهې د ترهګرې ډلې له پراخو یرغلونو سره د مقابلې په حال کې دي.

  • ایران د لبنان له ملت، حکومت او مقاومت څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ

    ایران د لبنان له ملت، حکومت او مقاومت څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ

    Nov 29, 2024 03:09

     د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان له ملت، حکومت، پوځ او مقاومت څخه په ملاتړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ټینګ دریځ ټینګار وکړ.

  • د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادرېدل د فلسطین د ملاتړو بریا ده

    د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادرېدل د فلسطین د ملاتړو بریا ده

    Nov 23, 2024 03:44

    د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي چارو مرستیال کاظم غریب آبادي د بنیامین نتانیاهو او یوف ګالنټ د نیولو په اړه د نړیوالې جنایي محکمې حکم او د دغې تاریخي فیصلې اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: دغه پریکړه د فلسطین د مظلومو خلکو، د مقاومت محور او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ستره بریا او د صهیونیسټي رژیم او د هغوی د ملاتړو لپاره یوه ناکامي ده.