د یمني کارتون جوړوونکي کمال شرف په اړه
پارس ټوډې - یمني کارتون جوړوونکي د طوفانالاقصی له عملیاتو څخه په تېرو پنځلسو میاشتو کې، یو له خورا مشهورو کارتون جوړوونکو څخه دی چې د فلسطین او مقاومت جبهې لپاره یې شاوخوا ۵۰۰ هنري آثار جوړ کړي دي.
د 47 کلن یمني کارتون جوړوونکي"کمال شرف" کارونه، سیاسي رنګ او بوی لري او د اسرائیلو، امریکا او حتی د سیمې د ځینو هېوادونو د امریکايي اسلام د سیاستونو ښکاره کوونکی او رسوا کوونکی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، البته، د هغه د آثارو د مضموني طنز اصلي برخه، د غربي سیاستونو او آمریکايي اسلام تر منځ د تضادونو کشفول دي.
د کمال شرف ډېری کارتونونه د کرکټر پر بنسټ دي او کیسه لري؛ په ساده او سمبولیکه ژبه یوه کیسه چې هر لیدونکی کولای شي ورسره اړیکه ټینګه کړي. د بېلګې په توګه، د هغه په کارتونونو کې اسرائيلي او امريکايي پوځیان خراب رنګونه او د ستړیا حالت لري، په هغه جنګي خولۍ سره چې د دوی سترګې یې پټې کړي دي، داسې ښکاري چې پرته له رباټ څخه بل څه نه وي.
یا ځینې عرب واکمنان او شیخان په عربو جامو کې د لویو خیټو په کرکټر سره وینو چې د تیلو د بشکې او پیسو سره ایستل کېږي.
د هغه په کارونو کې یو له خورا پرله پسې سمبولونو څخه، د امریکا د لومړني ولسمشر آبراهام لینکلن شخصیت او د U.S.A توري دي چې د اسرائیلي پوځیانو پر ټانکونو او یونیفورم باندې لیدل کېږي.
د ده په آثارو کې معمولا هرځای چې د امریکا اثر وي، هلته د اسرائیلو سمبول هم شته او هغه دا دواړه له یو بل څخه جلا نه یادوي.
یو له هغه کارونو څخه چې سیاسي کارتونونه یې کوي، د واقعیت یوه برخه ښودل دي، چې د رسنیو په غولولو او له واقعیت څخه د خلکو د لیري والي له امله،د نړۍ د خلکو له سترګو څخه لیري پاتې شوي یا غافله شوي دي.
کمال شرف هڅه کوي چې په خپلو کارتونونو کې د واقعیت پټه برخه وښيي.
د هغه په کارونو کې، ځینې وختونه شیان ژوندي کېږي او په کرکټر بدلېږي، کوم چې معمولا په کارتونونو کې دا تخنیک زیات لیدل کېږي. له هنري تخیل څخه استفاده کول، د هغه کارونه طنزي او خوندور کوي. لکه هغه توغندي چې د حزب الله سربندونه په خپل سر باندې لري یا حتی د خوب په حالت کې وي.
کمال شرف په هرې پلمې او مناسبت هڅه کوي چې خپل پيغام مخاطب ته ورسوي؛ له کریسمس او بابانوئل د شخصیت په تړاو له کار کولو نیولې بیا د اسرائیلي توکو تر تحریم او حتی د فلسطیني سمبولونو لکه مثلث او چفیه کارولو پورې.
د هغه د ډېری کارتونونو شالید، یو ثابت او خاورین رنګ دی چې اثر ته سادگي ورکوي او سترګې نه ځوروي. کمال شرف ځان د مظلوم او مستضعفانو هنرمند ګڼي او د کارتون هنر د مستکبرانو پر وړاندې د مبارزې او له مظلوم سره له مرستې پرته نه غواړي.