ولې افریقا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي څوکۍ غواړي؟
-
د افریقا د کمېسیون مشر محمد علي یوسف
پارس ټوډی – افریقا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي څوکۍ غوښتنه کړې ده.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، محمد علي یوسف چې د افریقا کمېسیون – د افریقا د اتحادیې اجرایي ارګان – مشر دی، یو ځل بیا د افریقا د اتحادیې لپاره د امنیت شورا د دایمي غړیتوب او په نړیوالو مالي بنسټونو کې د عادلانه استازولۍ غوښتنه تکرار کړه.
هغه د افریقا او اروپايي اتحادیې د مشرانـو په اوومه سرمشریزه کې چې د انګولا په پلازمېنه لوآندا کې ترسره شوه، څرګنده کړه چې افریقا د امنیت شورا د دایمي څوکۍ غوښتونکې ده.
نوموړي د نړیوالو قوانینو د کمزوري کېدو له خطرونو سره خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې افریقا به هېڅکله له خپلې غوښتنې، چې د امنیت شورا جوړښت باید اصلاح شي، په شا نه شي.
د افریقا د دایمي څوکۍ د غوښتنې بیا راژوندي کېدل د مهمو بدلونونو له امله رامنځته شوي دي.
افریقا ځکه د امنیت شورا د دایمي څوکۍ غوښتنه کوي چې دا لویه قاره د یو میلیارد څخه ډېر نفوس لري او په نړیوالو تحولاتو کې بنسټیز رول لوبوي، خو لا هم په نړیوال قدرتي جوړښت کې عادلانه استازولي نه لري.
د افریقا مشرانو ځلونه ویلي چې په امنیت شورا کې د دې لویې وچې د دایمي څوکۍ نشتوالی په نړیوال نظام کې ښکاره بېعدالتي ده او د دې وضعیت اصلاح د ملګرو ملتونو د مشروعیت او اغېزمنتیا لپاره ضروري ده.
امنیت شورا چې د نړیوالې سولې او امنیت تر ټولو مهم تصمیم نیونکی بنسټ دی، پنځه دایمي غړي لري: امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا. دا ترکیب د دویمې نړیوالې جګړې له شرایطو پاتې شوی دی، هغه مهال چې د جګړې ګټونکو هېوادونو د ملګرو ملتونو بنسټ کېښود. خو نننی نړۍ د ژئوپولتیک، اقتصادي او نفوسـي لویو بدلونونو سره مخ ده او ډېر هېوادونه باور لري چې دا جوړښت نور د نننیو واقعیتونو ځواب نه شي ویلای. په ځانګړې ډول افریقا ټینګار کوي چې په دې جوړښت کې د خپل ځای او رول سره متناسب سهم نه لري.
یوه مهمه وجه د افریقا د پراخ نفوس مسئله ده. په دې قاره کې له یو میلیارد نه ډېر انسانان اوسي او وړاندوینه کېږي چې د دې پېړۍ تر نیمايي پورې به دغه شمېر دوه میلیارده ته ورسېږي. دومره لوی نفوس نشي کېدای چې یوازې د درې غیردایمي څوکیو له لارې په نړیوالو مهمو پرېکړو کې استازولي وشي.
د افریقا مشران باور لري چې د امنیت شورا دایمي غړیتوب یوازې د دې قاره طبیعي حق نه دی، بلکې د شورا د پرېکړو په مشروعیت هم مثبت اغېز لري.
بله وجه د افریقا د طبیعي زیرمو ستر اهمیت دی. دا قاره د تېلو، ګاز، سرو زرو، الماسو او نادره کانونو په ګډون له طبیعي شتمنیو ډکه ده، چې د پرمختللو صنعتونو لپاره حیاتي ارزښت لري. ډېری نړیوالې شخړې او کړکېچونه په یو ډول د افریقا له منابعو سره تړاو لري. نو ځکه منطقي ده چې دا قاره په نړیوالو سیاسي او امنیتي پرېکړو کې دایمي حضور ولري.
افریقا همدارنګه د ملګرو ملتونو د سولې د ساتنې د ډېری ماموریتونو کوربه ده. له جنوبي سوډان څخه نیولې تر مالي او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پورې، زیاتره سوله ساتي ځواکونه په افریقايي هېوادونو کې ځای پرځای دي. دا موضوع ښيي چې نړیوال امنیت د افریقا له وضعیت سره ژوره تړاو لري، خو پرېکړې د هغو هېوادونو له لوري کېږي چې په افریقا کې دایمي حضور نه لري. افریقايي مشران دغه تناقض ډېر ځله نیوکه کوي.
له تاریخي عدالت څخه په نظر، افریقا قوي دلایل وړاندې کوي. ډېری افریقايي هېوادونه د ملګرو ملتونو د جوړېدو په وخت کې لا هم تر استعمار لاندې وو، نو دوی د شورا د لومړنۍ جوړښت په ټاکلو کې نقش نه درلود. اوس چې دوی خپلواک دي او د افریقا اتحادیه د یو ځواکمن سیمهییز بنسټ په توګه رامنځته شوې، طبیعي ده چې د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړي ترڅو غږ یې په نړیواله کچه واورېدل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش هم ویلي چې د امنیت شورا اصلاح باید د افریقا په دایمي څوکۍ پیل شي.
هغه دا ګام د ملګرو ملتونو پر وړاندې د نړیوال باور د بیا رغونې لومړی شرط بللی دی. د ملګرو ملتونو د لوړ مقام دا ملاتړ ښيي چې د افریقا غوښتنه نه یوازې مشروع ده بلکې د ډېرو نړیوالو قدرتونو له لوري منل شوې هم ده.
سره له دې، د دې غوښتنې عملي کېدل له یو شمېر خنډونو سره مخ دي. اوسني دایمي غړي نه غواړي د خپلې واکمنۍ برخه له لاسه ورکړي. همدارنګه د افریقایي هېوادونو ترمنځ دا اختلاف چې کوم هېواد باید دایمي څوکی ترلاسه کړي، د اجماع رامنځته کول ستونزمن کړي. نایجریا، سویلي افریقا او مصر هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر چانس لري، خو ځینې وخت د دوی سیالي د مذاکراتو د پرمختګ مخه نیسي.
په پای کې ویلای شو چې د امنیت شورا د دایمي څوکۍ لپاره د افریقا غوښتنه د عدالت، نفوس، منابعو، په نړیوال امنیت کې د نقش او د نړیوالو جوړښتونو د اصلاح پر اصولو ولاړه ده. دا غوښتنه نه یوازې د یوې لویې او ګڼ نفوسه وچې اړتیا څرګندوي، بلکې د ملګرو ملتونو په مشروعیت او اغېزمنتیا کې هم مرسته کوي.
که امنیت شورا د ۲۱مې پېړۍ له واقعیتونو سره ځان عیار نه کړي، د بېباورۍ او د اعتبار د کمېدو خطر لا پسې زیاتېږي.
له همدې امله، افریقا او هغو نورو سیمو ته چې په امنیت شورا کې دایمي څوکۍ نه لري، د دایمي استازولۍ ورکول د نړیوال څو اړخیز نظام د راتلونکې د تضمین لپاره ضروري دي.