د طالبانوحکومت اعلامیه؛ پاکستان ته به مناسب وخت کې ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i167670-د_طالبانوحکومت_اعلامیه_پاکستان_ته_به_مناسب_وخت_کې_ځواب_ورکړو
د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو حکومت په یوه تازه اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي یرغل په ځواب کې ویلي چې دغه هېواد ته به په “مناسب” وخت کې “لازم” ځواب ورکړي.
(last modified 2025-11-25T23:31:06+00:00 )
Nov 26, 2025 03:55 Asia/Kabul
  • د طالبانوحکومت اعلامیه؛ پاکستان ته به مناسب وخت کې ځواب ورکړو

د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو حکومت په یوه تازه اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي یرغل په ځواب کې ویلي چې دغه هېواد ته به په “مناسب” وخت کې “لازم” ځواب ورکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې، پر خوست، پکتیکا او کونړ د پاکستان د هوايي بریدونه د افغانستان د هوايي حریم خلاف ورزي  او د “پاکستان حکومت  له خوا د ټولو منل شویو نړیوال اصولو صریح ټکر دی.

طالبانو د پاکستان دا یرغل جنایت بللی. دوی ویلي دي، چې د ناسمو معلوماتو پر اساس اقدام وضعیت لا ترینګلی کوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد ادعا کړی ده چی د خوست پر ګربز، د پکتیکا پر برمل او د کونړ پر مرکزي سیمو د پاکستان ډرون الوتکو هوايي بریدونه وکړل چې پایله کې یې ۱۰ هېوادوال ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د طالبانو دا ادعا بی اساسه بللی ده .