تېره میاشت نږدې ۱۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې
Nov 26, 2025 08:29 Asia/Kabul
د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په تېره لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې، له یادې ډلې ۱۴۲۶ تنه بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او ۱۳۴۲ تنه نور له دې هېواده وتلي دي.
سرچېنې زیاته کړې، چې له پورتنیو ارقامو ۱۶۴ تنه د افغانستان له لرغونو او تاریخي سیمو لیدنه کړې او پاتې نور د کار په موخه راغلي.
معلوماتو کې راغلي، چې یاد کسان د ځمکنیو بندرونو او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
افغانستان ته په دې وروستیو کې د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی چې یو شمېر یې لامل افغانستان کې خوندي فضا او امنیت یادوي.
ټیګونه