د روهنیګیا  په مسلمانانو د میانمار پوځ سختې هوائي حملې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156214-د_روهنیګیا_په_مسلمانانو_د_میانمار_پوځ_سختې_هوائي_حملې_کړي
 د میانمار  له پوځ سره ښکیله یوه وسلوالې ډلې آراکان کابو یو کال کیږي  چې د کیاک ني ماو کلي کتڼرول ئې په لاس کې اخستی دی.
(last modified 2025-01-11T07:34:35+00:00 )
Jan 11, 2025 12:00 Asia/Kabul
  • د روهنیګیا  په مسلمانانو د میانمار پوځ سختې هوائي حملې کړي

 د میانمار  له پوځ سره ښکیله یوه وسلوالې ډلې آراکان کابو یو کال کیږي  چې د کیاک ني ماو کلي کتڼرول ئې په لاس کې اخستی دی.

 زمونږ.خبریال د ایکنا  له قوله راپور راکړی، د میانمار د پوځي  هوائي ځواک په راخین صوبې کې د مسلمانانو په یوه کلي په سختې هوائي حملې کې ۴۱  کسان ووژل.

د میانمار دراخین صوبې  په شاوخوا کې په رامره ټاپو کې په یوه کلي ددغه هیواد دپوځ  دهوائي حملو له امله ۴۱ کسان  چې زیاتره ئې ټول روهینګیائي مسلمانان  دي، وژل شوي او څه دپاسه پنځوس نوره ټپیان شوي دي.

 د پوځ په دغو هوائي حملو پسې  ستر اور لګیدلی  او  په کیاک نی ماؤ کلي کې ډیری ک ورونه سوځیدلي،البته د سیمې خلکو پخپلو هڅو سره هڅه کړي، څو دغه ستر اور پيزواني کړي.

 د میانمار  له پوځ سره ښکیله یوه وسلوالې ډلې آراکان کابو یو کال کیږي  چې د کیاک ني ماو کلي کتڼرول ئې په لاس کې اخستی دی.

د  آراکان دپوځ ویندوي خئینګ توخا یمیانمار ناؤ ته وئيلي دي، چې دمیانمار پوځ پر عامو خلکو بمباري کړې ده او جنګي جنایتونه ئې کړي دي.