-
د کیسو جنګ (۱۲) نفوذ"۱"
Jul 14, 2023 04:03د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د کیسو جنګ نومي لړۍ له ننني (۱۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې خپرونه کې مو د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې په موخه، د کلتوري ډیپلوماسۍ، کلتوري سفیرانو او په نورو بېلابېلو بڼو سره، د نفوذ پر ستراتیژۍ خبرې کړې دي. له موږ سره واوسئ.
-
د کونړ چارواکي: د ایران اسلامي جمهوریت سره د طالبانو تعاملات پر سیمې مثبتې اغېزې لري
Jul 14, 2023 03:18د کونړ والي قدرت الله ابوحمزه په جلال آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقونسل مجید صادقي دولت آبادي سره چې یاد ولایت ته په سفر تللی وو په ګډه ناسته کې وویل: طالبان له ګاونډیو او سیمې هېوادونو او په ټوله کې له نړۍ سره د ښو تعاملاتو او اړیکو غوښتونکي دي. نور حال زموږ د خبریال محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
پر لوېدیځه غاړه د صهیونیسټي پوځیانو یرغل او د فلسطینیانو نیول
Jul 14, 2023 02:53صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو د اردن سیند د لوېدیځې غاړې پر مختلفو سیمو یرغل کړی دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د ایټالیا سفیر احضار کړ
Jul 14, 2023 02:40د ایټالیا په پارلمان کې د منافقینو د ترهګرې ډلې له مشر څخه د ایټالیا د پارلمان د یوشمېر استازو د کوربه توب له امله، په تهران کې د ایټالیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار او ورته وویل شول چې؛ د یوه ترهګر کوربه توب کول، د ترهګرۍ د ترویج او هڅولو یوه ښکاره بېلګه ده.
-
د نورستان د وروستي وضعیت په اړه د دغه ولایت له مرستیال والي سره ځانګړې مرکه
Jul 13, 2023 13:35عزیرانو دا مرکه د نورستان ولایت د مرستیال او سرپرست والي محترم مولوي فیصل مختار سره د دغه ولایت د وروستي وضیعت په اړه ترسره شوې، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
-
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
Jul 14, 2023 01:35د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې.
-
د نورستان پوهنتون له مشر سره ځانګړې مرکه
Jul 13, 2023 08:11ګرانو اورېدونکو دا مرکه د نورستان د پوهنتون له مشر حافظ روح الله نجم سره د دغه پوهنتون د فعالیتونو په اړه زموږ خبریال محمد آصف شینواري ترسره کړې، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
-
له ایران هېواد سره د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو
Jul 13, 2023 07:48دغه تفاهم ليک د چهارشنبي په ورځ هرات ولایت کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پلاوي او ایراني هیئت ترمنځ لاسلیک شو. نور تفصیل زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واوئ.
-
افريقايي هېوادونو ته د ولسمشر رئیسي د درې ورځني سفر پيل؛ د ایران ولسمشر کینیا ته ولاړ
Jul 12, 2023 02:58سید ابراهیم رئیسي نن سهار د درېیو هېوادونو د کینیا، یوګانډا او زمبابوې د ولسمشرانو په رسمي بلنه، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د کینیا په لور روان شو.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د نورستان له پوهنتون سره د درسي کتابونو او تخنیکي وسایلو مرسته وکړه
Jul 12, 2023 01:42په جلال آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید صادقي دولت آبادي د نورستان مرکز پارون ته د سفر پر مهال، د دغه ولایت له پوهنتون سره د کتابونو او تخنیکي وسایلو مرسته وکړه. نور حال زموږ د خبریال محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.