پر لوېدیځه غاړه د صهیونیسټي پوځیانو یرغل او د فلسطینیانو نیول
صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو د اردن سیند د لوېدیځې غاړې پر مختلفو سیمو یرغل کړی دی.
صهیونیسټان د خپلو پراختیایي موخو د ترلاسه کولو لپاره، هره ورځ د فلسطین پر مختلفو سیمو حملې کوي او فلسطینیان وژني یا ژوبلوي او یا یې بندیانوي او زندانونو ته یې اچوي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، صهیونیسټي پوځیانو پرون د پنجشنبې په ورځ د نابلس او رام الله په ښارونو کې په عملیاتو سره یو شمېر فلسطینیان ونیول.
صهیونیسټي پوځیانو په نابلس کې د آزاد فلسطیني زنداني «ماهر المصري» پر کور له چاپې وروسته هغه یې ونیولو.
دوی په "عورتا" هم چاپه وهلې او د دې چاپې په ترڅ کې یې آزاد فلسطیني زنداني " مؤید جمیل شراب " نیولی دی.
صهیونیسټي پوځیانو د «صهیب عاطف بنی عوده» په نامه آزاد شوی فلسطیني په طوباس کې په خپل کور کې نیولی دی.
صهیونیسټانو په رام الله کې هم څو فلسطینیان ونیول.