-
حامد کرزی: افغان مېرمنې دې په عزت او درناوي په خپل هېواد کې ژوند وکړي
Jun 10, 2026 06:31د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې وروستیو پېښو ته په غبرګون کې ویلي چې ټول افغانان په ځانګړې توګه د ښځو عزت او احترام دې په ځای وي او په خپل هېواد کې دې د باوقاره ژوند شرایط ورته برابر شي.
-
په پکتیکا کې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
Jun 10, 2026 06:29د افغانستان د پکتیکا امنیې قوماندانۍ ویلي چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان شوي دي.
-
دباؤاو سیاسي کلنګ اخیستل،د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی
Jun 09, 2026 14:27په ملګرو ملتو کې د روسیې د استازولۍ مرستیالې ویلي چې د دباؤ او سیاسي باج اخیستنې پر بنسټ چلند د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی.
-
سږ کال افغانستان کې ۷۵ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي
Jun 08, 2026 13:31له پېښو سره د مبارزې د افغانستان د چمتوالي ملي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دا مهاله په دې هېواد کې ۷۵ کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
-
یوه ازبکستاني شرکت، روسیې او اروپا ته د افغانستان د تازه مېوو صادرولو ته چمتووالی وښود
Jun 08, 2026 13:28یو ازبکستاني کرنیز شرکت چمتو دی چې هر کال دوه زره ټنه د افغانستان مېوې اروپایي هېوادونو، ازبکستان او روسیې ته صادرې کړي.
-
په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
Jun 08, 2026 06:26د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.
-
طالبانو له ایټالیا غوښتي چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي
Jun 04, 2026 05:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.
-
د پاکستان غوره شخصیتونو ووئيل؛ د ایران د ملت سرلوړي د امام خمیني په برکت ده
Jun 03, 2026 06:39د اسلامي انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د امریکا ـ صهیونیستي دښةن د تپلي جنګ د شهیدانو د درناوي غونډه د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربهتوب د پاکستان په پلازمېنې اسلامآباد کې جوړه شوه.
-
د روسیې د سوداګریز مرکز رییس: د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه لغوه شي
Jun 02, 2026 15:08افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس وړاندیز کړی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه په بشپړه توګه لغوه شي.
-
اروپايي ټولنې پاکستان ته: افغانستان سره د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي بریدونه
Jun 02, 2026 15:02په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اونیو نښتې "جدي بشري پایلې لري او بي ثباتي او افراطیت ته لمن وهي."