-
د روسیې اقدام له افغانستان سره نوي فرصتونه رامینځةکوي
Apr 03, 2025 02:52په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال په غوښتې پسې ووئیل؛ دغه اقدام د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.
-
د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له بند خونو څه باندې ۲۴۰۰ بندیان آزاد شول
Mar 30, 2025 08:41د افغان طالبانو سترې محکمې پرون خبر ورکړی چې د کوچني اختر په مناسبت یې د افغانستان له بند خونو څه باندې ۲۴۰۰ بندیان له بنده ازاد کړي دي.
-
طالبانو د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه
Mar 28, 2025 10:26د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې سیمهایزو رسنیو ته امر کړی چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي.
-
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته په ناڅاپي سفر تللی
Mar 22, 2025 04:07یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون جمعه کابل ته تللی دی او هلته به له طالبانو سره لیدنې ولري.
-
په هرو درېیو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی
Mar 22, 2025 03:54د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې لاهم د افغانستان د ټولو وګړو له درېیو یوه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دي.
-
افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۲ زره کسان مړه شوي
Mar 21, 2025 04:00له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او سطحي ټپيان شوي دي.
-
افغانستان او پاکستان د تورخم دروازې پرانېستو په تړاو هوکړې ته ورسېدل
Mar 18, 2025 02:55د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانېستو په اړه هوکړې ته سره رسېدلي دي.
-
طالبان خپلو ګټو ته د ژمنو رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي
Mar 17, 2025 12:31د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریال د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې، په دې هېواد کې د رسنیو وضعیت په ښه لوري روان دی.
-
د هېڅ هېواد د خوشحالولو لپاره جګړې ته نه ځو
Mar 17, 2025 12:13پارس ټوډې - د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزار سرپرست اعلان وکړ: کابل یو متوازن سیاست غوره کړی او د یوه هېواد د رضایت لپاره د بل هېواد پر ضد جنګ ته نه ځي.
-
افغانستان کې هره میاشت تر ۵۰ ډېر کسان د ماینونو د چادونو له امله ټپیان کېږي
Mar 15, 2025 04:03د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) وایي، هره میاشت په افغانستان کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو د چادونو له امله ټپيان کېږي.