نن په افغانستان او پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
Jun 07, 2025 14:32 Asia/Kabul
نن افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.
د تېرو کلونو په خلاف طالبانو له عربستان څخه یوه ورځ وروسته د سږ کال لوی اختر اعلان کړی.
په افغانستان کې روغتیایي چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د څارویو د ذبح کولو پر مهال له دستکشو او ماسک څخه کار واخلي، ځکه په افغانستان کې د کانګو تبې پېښې زیاتې شوې دي.
د کابل روغتون خبرداری ورکړی چې د دې ناروغۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۱۰ تر ۱۵ سلنه زیاتې شوې دي او که په وخت یې درملنه ونه شي، کیدای شي وژونکې وي.
له دې سره، په پاکستان او یو شمېرو نورو اسلامي هېوادونو کې هم نن د لوی اختر لومړی ورځ لمانځل کېږي، مګر د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون بیا په ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې پرون د لوی اختر لومړی ورځ وه.
ټیګونه