-
د پاکستان په پاراچنارکې په نښتو کې اتیا کسان قرباني شول
Nov 25, 2024 12:34په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او دغه راز له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.
-
نیمايي بې ځایه شوي افغانان ماشومان دي
Nov 18, 2024 10:05د “سېف دي چلډرن” چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې په افغانستان کې تر ۳۸ زرو زیات کسان، چې نیمایي یې ماشومان دي، د سختو موسمي پېښو له امله بېځایه شوي دي.
-
افغان طالبانو ته د پاکستان خبرداری: زموږ د خلکو زغم مه ازمایئ
Nov 16, 2024 02:29د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوامبر په ۱۴مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام آباد غوښتنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي.
-
له ۲۸ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
Nov 16, 2024 02:07د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې سږکال د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
-
تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ شوي
Nov 15, 2024 09:50د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې په دې هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي او څه باندې ۳۰ مدرسې جوړې کړې دي.
-
بريتانيا افغان محصلینو ته د تحصيلي بورسونو پروګرام پيل کړی دی
Nov 15, 2024 09:41افغان محصلینو ته د بریتانیا د “چیونینګ” په نوم د تحصیلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو.
-
طالبانو اکرام الدین کامل په ممبی کې سرپرست قونسل ګومارلی دی
Nov 12, 2024 11:18د افغانستان سرپرست حکومت هند ته د خپل سرپرست قونسل لېږل تایید کړل.
-
په افغانستان کې د بېوزلۍ له امله د کم عمره نجونو ودونه زیات شوي دي
Nov 09, 2024 02:33د خوړو نړیوال پرورګرام ویلي چې، په افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتېدو له امله د وړو نجونو ودونه زیات شوي دي.
-
د ایران چابهار بندر د افغان او هندي چارواکو د لیدنې محور
Nov 08, 2024 01:11د افغانستان په چارو کې د هند ځانګړي استازي او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر د ظرفیتونو پر استفادې ټینګار وکړ.
-
د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي
Nov 02, 2024 02:22د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې افغان او قزاقستاني پلاوو د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لارې نقشه لاسلیک کړې ده.